په غزني ولايت کي هارون رشيد په نامه يو شخصي ښوونځى د دې ولايت د پوهني درياست د چارواکو له لوري تړل شوى .
چارواکي وايي چي ياد ښوونځى يې له دې امله تړلى چي دافغانستان د پوهني وزارت دنصاب پرته يې يو بل بې معياره نصاب تدريساوه .
چارواکي وايي چي همدا ډول په دې ښوونځي کي د زده کوونکو څخه ډېر مياشتنى فيس اخستل کېده .
چارواکي همدا ډول زياتوي چي دا پروسه به نور ښوونځي ته هم وغزول شي .