د كندهار تنظيمه رئېس اسدالله خالد وايي چي په راتلونكو پنځو ورځو كي به ټولي امنيتي كمپنۍ د ښار څخه وايستل سي .
نوموړى وايي چي د كومي ورځي راهيسي پر دې دنده ګمارل سوى دې په دې اړه چي څنګه د دې ولايت امنيت ښه كړل سي دې پايلي ته رسېدلى چي امنيتي كمپنۍ بايد ټولي له ښاره وايستل سي .
نوموړي دا څرګندوني تېره ورځ په يوه غونډه كي چي كندهار والي ، امنيه قوماندان او د ۴۰۴ ميوند زون قوماندان سالم احساس يې هم ترڅنګ ناست ول وكړې .
نوموړي دې خبري ته هم اشاره وكړه چي هغه موټران چي تر اوسه يې اسناد نه دي ترلاسه كړي بايد اسناد تر لاسه كړي او د سرغړوني په صورت كي به ورسره قانوني چلند كېږي .
نوموړي ټولو هغو موټر لرونكو ته چي موټران يې مرمۍ ضد يا زرې وي خبر وركړ چي خپلو موټرانو ته د تګ راتګ كارټونه جوړ كړي .