د سهيلي پښتونخوا په كوټه ښار كي ناپېژاندو وسله والو پر اهل تشيع باندي ډزي كړي او په پايله كي يې دوولس تنه وژلي او اووه تنه نور يې ژوبل كړي .
بريد د يادو كسانو پر يوه موټر سوى چي په پايله كي يې ياده مرګ ژوبله اړولې .
په سيمه كي د پوليسو يو تن مشر حسن محبوب د پېښي پخلى كوي او وايي چي ياده پېښه په اختر آباد كي رامنځ ته سوې .
نوموړى وايي چي سيمه اوس د امنيتي ځواكونو له لوري كلابنده سوې .
د نوموړي په وينا چي په دې اړه يې تر اوسه څوك نه دي نيولي خو په اړه يې پلټني پيل كړي .