کور / راپور / دلندن ادبي بهير دمياشتنۍ غونډي راپور

دلندن ادبي بهير دمياشتنۍ غونډي راپور

دلته لږ زموږ اور بل دی


دستمبر پر دیرشمه دلندن ادبی بهیر خپله پنځمه میاشتنی غونډه دښاغلی جوهرپاچا په کور کی جوړه کړه.غونډه دهیواد دنامتو لیکوال ،کره کتونکی استاد اسد غضنفردنوی چاپ شوی اثر (دنثرلیکلو هنر) په اړه وه،په پیل کی استادداودجنبش ددغه اثرپه اړه خبری پیل کړی هغه وویل:
ما غوښتل ددغه اثر په اړه تفصیلی مقاله ولیکم خو دځنو مصروفیتونو له کبله به ددغه اثر په اړه په لنډ دول څه ووایم،دغضنفر کتاب دارواښاداستاد روهی او یوشمیرنورو لیکوالو په ډول په ډیره ښه بڼه لیکل شوی دی ،په کتاب کی دنثر په لیکلو بحث شوی دی،چی ښه نثر څنګه لیکل کیږی،بل کوم ټکی چی په دی کتاب کی زما دپام وړ وګرځید هغه دادی چی دلومړی ځل له پاره په کی دشپږم ټولګی کتاب نقد شوی دی ،دا زما له پاره یونوی ګام ښکاری چی لیکوال پورته کړی دی،بل ټکی چی زه یادوم هغه دادی  چی لیکوال دنه لیکلو په هنر هم غږیدلی دی زما په اند ښاغلی غضنفر دغه اثرډیر ښه لیکلی زه یی ډیرستایمه او زړه می غواړی چی څو ،څو ځله یی ولولم،خو ددی ټولو ځانګړتیاوو سره ،سره بیا هم په دغه اثر کی ځنی نیمګړتیاوی هم شته،هغه دا چی ځنی مقالی  داسی دی چی ډیره ژورنالیستیکه بڼه لری چی باید په دغه اثر کی نه وی راغلی خو په مجموع کی زما ډیر خوښ شواو بری ورته غواړم.دارنګه استادجنبش داارواښاد سیدرسول رسا له ارمغان خوشال نه هم هغه برخی چی دپښتنو دخصوصیاتو او دپښتنو دځانګړتیاو په اړه لیکل شوی وی،ولوستلی چی ډیری ګټوری وی.
ایمل پسرلی وویل:ښاغلی اسد غضنفرچی دلنډو کیسو په اړه څه لیکلی دی هغه زما ډیر خوښ دی،یو بل اثر یی هم لیکلی دی چی(سمبول په ادب کی)نومیږی او ډیر ګټور اثر دی خو تر اوسه یی نه دی چاپ کړی ،په دغه اثر کی زما له پاره ډیر جالب دی چی دی دچخوف هغه لیک چی ماکسیم ګورکی ته یی لیکلی دی،(سمندرنه خاندی، سمندر نه ژاړی،سمندر یوازی غوریږی او ځلیږی)مثالونه یی ډیر ښه او په زړه پوری دی،
ښاغلی نظیف الله تکل وویل:ماته دغضنفر صاحب هغه مقالی په دی اثر کی ډیر خوند راکوی چی دشعر په اړه لیکل شوی دی،دسبک په اړه لیکنه یی هم زما ډیره خوښه شوی ده،
ښاغلی فدا نظری وویل:سره له دی چی ما دغه کتاب نه دی لوستی خودومره ویلی شم ،چی دښاغلی غضنفرکمال به دغه اثر کی دکلیمو دقیق استعمال دی ،زه داسی انګیرم چی هغه ډیر دقیق لیکوال دی،
حاجی صاحب سیال شینواری وویل:کتاب کی ډیر ګتوری او په زړه پوری خبری شوی دی،په دی هم تماس نیول شوی چی که یو څوک دلیکلو توان ونه لری باید ویی نه لیکی،
اکبر کرګر وایی،هغه څه چی ددی اثر په اړه زما برداشت دی هغه دادی،چی استاد الفت په دیرشمو کلونو کی یو اثر لیکلی وو چی (املا اوانشا)نومیده ،دغه اثر ډیرکلونه په لیکوال اثر درلود ،دغضنفر دغه اثر (دنثر لیکلو هنر)اود(تاریخ هنداره)هم دغسی دی،او دا دیو نسل له پاره درسی کتابونه دی،
استاد جنبش وویل،غضنفر ځکه هم زما ډیر خوښ دی چی نقاد ذهن لری،هر ټکی چی لیکی ،هغه دانګریزلیکوال خبره تلی یی،اودا یی زما په اند ډیر ښه صفت دی.ښاغلی قدوس لمر وویل،ددی کتاب ځنی مقالی داسی دی چی څوڅو ځله باید ولوستل شی،
ښاغلی سوله مل شینواری وایی،ډیر کم داسی څوک به وی چی غضنفر څه ولیکی او هغه دی ونه لولی،دهغه لیکنه ډیر قوت لری،دداستان په برخه کی هم چی کومی لیکنی غضنفر کړی دی بل چا نه دی کړی،
ښاغلی ټکور وویل:زه ښاغلی استاد غضنفر له ۱۹۹۲ یمو کلونو راهیسی پیژنم،هغه ډیر دقیق اودځانګړی سبک لیکوال دی،دهغه ټولی لیکنی ډیری معیاری ،لنډی او په زړه پوری وی،زما په اند زموږ په هیواد کی ارواښاد استاد روهی ددغه ډول لیکنو ویاړ لری،غضنفر داستاد روهی غوندی لیکنی کوی  له سریزی اواضافی خبرونه ډده کوی،او دا دده ډیر لوی صفت دی زه دده ټولی لیکنی لولم او هم یی په خپل کمپیوټر کی خوندی کوم،کوم ټکی چی زه یی دلته یادونه کوم دادی چی استاد غضفریو مینه ناک،سپیڅلی او ملنګ صفته لیکوال دی،زه ده ته اوږد عمر او بری غواړم. ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍
وروسته دغونډی مینه والو له ښاغلی ایمل پسرلی نه هیله وکړله چی که ممکنه وی دغضنفر دشخصی ژوند په اړه څه ووایی هغه وویل:دی له کوچنی والی نه ډیرذهین او با استعداده وو،دداودخان دجمهوریت په وروستی کال له دولسم ټولګی نه،دټول افغانستان په سطح دوهم نومره فارغ شوی وو،او دسروزرویوساعت یی ورته انعام ورکړی وو،غوښتل یی حقوق ووایی خو حالات بدل شول،دپيښور له پوهنتون نه یی په پښتو کی ماستری اخستی ده،په کوچنیتوب کی به موږ ورته دکتابونو چنجی ویلو،له لوستلو سره ډیره مینه لری ،لکه ټکور چی وویل،دی ډیر خاکساری دی زموږ په کور کی ورته ملنګ وایی،هغه ډیر ښه صفتونه لری، له هر چاسره مرسته،دخشونت په وړاندی کرکه،او په هره خبره ډیر جوړونکی نقد یی یادولی شو،په لیکنه کی کوشش کوی د پردیو مثالونو له راوړلو ډډه وکړی،همیشه غواړی خپل مثالونه وړاندی کړی،
دغونډی په پای کی دپښتو ژبی ښه کیسه لیکونکی ښاغلی اکبر کر ګر خپله لنډه کیسه(دامجسمه وګوره)تر سرلیک لاندی ولوستله او بیا ازاد بحث پری وشوښاغلی سوله مل شینواری وویل،دکرګر صاحب داکیسه ما مخکی هم لوستلی ده زما په نظر راوی په کی ښه نه دی راغلی،مطلب داچی دراوی بی طرفی په کی نه ده ساتل شوی اولوستونکی ته کم مجال ورکوی چی څه تری زده کړی،
خوایمل پسرلی وویل،به دی کیسه کی دراوی مداخله زه عیب نه بولم بلکی دکلیمو تکرارپه کی ښه نه ایسی،زما په اند ددی کیسی لویه ګټه داده چی ډیر کلونه وروسته لوستونکی ته په لندن کی دیوه افغان هویت په ډاکه کوی،
غونډه چی دماښام په شپږو بجو پیل شوی وه دشپی په لسو بجو پای ته ورسیده.