کور / تازه خبرونه / عاجل خبر:د۲۰۵ ق ،په داخل كې ځانمرگى بريد وشوو

عاجل خبر:د۲۰۵ ق ،په داخل كې ځانمرگى بريد وشوو

په كندهاركې د۲۰۵ اتل قوال اوردو په داخل كې دكابل بانك دنمائنده گى مخ ته ځان وژونكې حمله سوې
د۲۰۵ اتل قوال اوردوقومندان جنرال عبدالحميد لراوبرته وويل چې په پېښه كې دبانك يوساتونكى وژل شوى اوبل چاته زيان ندى اوښتى .
دى زياته وي چې بريدكونكي دملي اوردو يونيفارم په تن كړى وو اوبريديې كړى .
جنرال حميدوايې چې دپېښي دڅرنگوالي په اړه تحقيقات پيل سوي ،ترڅومعلومه شي چې بريدكونكى له مخكې څخه داوردوپه ليكوكې داخل سوى وو اوكه تازه دچاپه مرسته دقوال اوردو داخل ته رسول سوي .
دكندهارمطبوعاتي دفترهم ديوې اعلاميې له لاري وايې چې دځانمرگي بريدكونكي جسددهغه دهويت دپېژندني لپاره روغتون ته انتقال سوى ز
دقوال اوردو په داخل كې ځانمرگى بريديوه حيرانونكې خبره ده
ځكه پدغه پوځي مركزكې تل كلك امنيتي تدابيرموجود وي اوترزياتوپوښتنواومشخص ادرس معلومولووروسته يوچاته دداخلېدواجازه وركول كېږي .
خودپوځي چاروڅارونكې بيا پدې باوردي چې ممكن دځينونوروپېښوته په كتودغه بريدكونكى هم له پخواڅخه داوردو په ليكوكې شامل سوى وي .