په كندهاركې ځانمرگي بريديوتن ولسي وگړۍ وژلى او۱۹ نوريې ټپيان كړي دي .
پېښه په دوهمه ناحيه (حاجي عرب )سيمه كې ۱۰ بجې او۱۰ دقيقې هغه مهال وشول چې دقبايلووزيراسدالله خالد ډنډوالسوالۍ ته دتگ په حال كې وو .
دكندهارامنيه قومندان جنرال عبدالرازق لراوبرته وويل چې ځانمرگى بريدكونكي په زرنج موټرسائكل كې چاودېدونكي توكي ځاى پرځاى كړي وو اوغوښتل يې چې دقبايلودوزيرپرموټريزكاروان بريدوكړي
دنوموړي په ويناچې امنيتي موظفينوپه حاجي عرب سيمه كې دهغه دوړاندي راتگ مخه ونيول چې پرهمدې مهال بريدكونكي چاودنه وكړل
دنوموړي په ويناچې پدې بريدكې دولتي كسانوته هيڅ مرگ ژوبله نده اوښتې .
دكندهاردعامي روغتياريس ډاكترعبدالقيوم پخلالراوبرته وويل چې له پېښي څخه دوى ته ټول ټال ۱۹ ټپيان اوديوه وژل سوي كس جسدوروړل سوى .
نوموړى زياته وي چې په ټپيانوكې ۶ كوچنيان شامل دي چې ۵روغتيايې حالت يې نازك بلل سوى .