کور / تازه خبرونه / بې ځايه سوي او بيا راستنې سوي کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

بې ځايه سوي او بيا راستنې سوي کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

په کندهار کي له خپلو اصلي سيمو بې ځايه سوو او له ګاونډيو هيوادونو راستانه سوي کسان غوښتنه کوي چي دولت او نړيوالي مرستندويه ادارې دي ورسره مرسته وکړي او ستونزي دي يې ورته حل کړي.
د کندهار ولايت د کډوالو او بيا راستنېدونکو رئيس محمد اعظم نوابي وويل چي د روان کال په اوږدو کي د پاکستان هيواد د ناسمو امنيتي حالاتو له خاطره د بلوڅ قوم ٢٣٠٠ کورنۍ د سپين بولدک و سرحدي ولسوالۍ ته راکډه سوي چي تر دې دمه ورسره لازمه مرسته نه ده سوې.
نوموړي د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره UNHCR هم په بې غورۍ او له دولت سره په نه همږغۍ تورنه کړه او په وينا يې چي يادي ادارې خپل سري سروې ګاني کړي او پرته له دې چي دولت په جريان کي واچوي له څو محدود شمېر کورنيو سره يې مرسته کړې چي په هيڅ ډول کافي نه ده.
د کډوالو او بيا راستنېدونکو چارو رئېس د UNHCR تر څنګ خپل وزارت ته هم د ملامتيا ګوته ونيوله چي ګواکي د کندهاري کډوالو او بې ځايه سوو کسانو سره يې هيڅ راز مرسته نه ده کړې او نه يې هم دې رياست ته بوديجه ورکړې ده.
هغه وويل، سوي سروې ګاني ښيي چي د مختلفو لاملونو له خاطره له نورو ولايتونو هم زرګونه کورنۍ کندهار ته راغلي خو په وينا يې چي له دې ډلي يوازي درې زره يې د مرستو او کومکونو څخه برخمني سوي دي.
د سهيلي پښتونخوا په بلوچستان صوبه کي د امنيتي حالت تر کړکېچن کېدو وروسته د بلوڅ قوم زرګونه کورنۍ چي د دولتي ځواکونو لخوا ځپل سوي وې کندهار ولايت ته راغلي او دلته د کډوالۍ شپې ورځي سبا کوي