سلګونو تنو په کابل ښار کي نن سهار په افغانستان کي د پاکستان د مداخلو پرضد لاريون وکړ . دا لاريون چي د افغانستان د ملي مشارک د جبهې له لوري په شهرنو پارک کي جوړ سوى ؤ ګډون والو يې د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او دا کار يې په سختو ټکو غندئ . او په پاى کي ګډون والو د ملګرو ملتو د دفتر و مخ ته خپل پرېکړه ليک هم ولوست .
ګډون والو په افغانستان کي ټولي نا امنۍ او د حکومتي چارواکو وژني د پاکستان کار باله او په پرېکړه ليک کي يې په دې اړه چي ملګري ملتونه، ناټو، امریکا او د نړۍ نور هېوادونه دي ژر په افغانستان کي د پاکستان د روانو مداخلو مخه ونیسي. او د دې تر څنګ د خلکو بنسټيزه غوښته په ختيځو ولايتو کي د پاکستان له لوري د راکټو بندېدنه وه .