کور / تازه خبرونه / پاکستان: له افغانستان سره بايد اړيکې ټينګې او وده ورکړل شي

پاکستان: له افغانستان سره بايد اړيکې ټينګې او وده ورکړل شي

اسلام اباد : پژواک خبري اژانس د خبر له مخې د پاکستان د سياسي ګوندونو د مشرانو او دولتي چارواکيو په غونډه کې و پتيل شوه ، چې ددې هېواد د دولتي ادارو او ولس په کچه دې له افغانستان سره اړيکې ټينګې او وده دې ورکړل شي.
دا څرګندونې په هغه پرېکړه ليک کې راغلي ، چې د پاکستان د دېرشو سياسي ګوندونو د مشرانو او يو شمېر دولتي چارواکيو په ګډون ، ددې هېواد د لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني په مشرۍ تېره ورځ په پلازمېنې اسلام اباد کې جوړه شوې وه .
ددې غونډې په ١٣ ماده ييز پرېکړه ليک کې راغلي ، چې پاکستان له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د برابرۍ پر بنسټ اړيکي غواړي.
په پرېکړه ليک کې په قبايلي سيمو کې د روغې جوړې د پروسې په بيا پيل ټينګار شوى او په کې راغلي ، چې د امن او تفاهم لپاره د نوې پاليسۍ جوړول په کار دي.
په غونډه کې د پاکستان د سياسى ګوندونو مشرانو پر حکومت غږ وکړ ، چې د ملک پر خپلواکۍ له معاملو ډډه وکړي او ټولې پرېکړې د پارلمان له منظورۍ وروسته پلې کړي.
دغه غونډه پر پاکستان د امريکا لخوا د لګېدلو تورونو په اړه د تګلارې جوړولو په موخه جوړه شوې وه .
په پاکستان کې د امريکايي ځواکونو لخوا د القاعده د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو او په کابل کې د امريکا پر سفارت له وروستيو بريدونو راهيسې د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکې تر بل هروخت کړکېچنې شوې دي.
امريکايي چارواکيو د حقاني شبکه د پاکستان د جاسوسي ادارې مټ بللې او په کابل کې يې د امريکا پرسفارت پر بريدونو تورنه کړې ده . دغه راز امريکايي چارواکيو ويلي چې که د پاکستان حکومت په قبايلي سيمو کې د حقاني د شبکې پر وړاندې عمليات ونه کړي، نو دوى به په پاکستان کې ددې ډلې پر وړاندې عمليات وکړي.
خو په ياد شوي پرېکړه ليک کې پر پاکستان لګېدلي تورونه بې بنسته بلل شوي او په کې راغلي ، چې پاکستان د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره خپلې هلې ځلې جاري ساتي.
په پرېکړه ليک کې پاکستان امن خوښوونکى هېواد بلل شوى ، خو ټينګار شوى ، چې دغه هېواد به هېڅکله هم پرې نه ږدي ، چې ځمکنۍ بشپړتيا يې تر پښو لاندې شي.
د غونډې د پرانېستې پرمهال د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني ،وويل چې دا مهال پاکستان له يو نازک تاريخي حالت څخه د تېرېدو په حال کې دى .
دده په وينا، د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان له هلو ځلو د ستاينې پر ځاى په دغه هېواد تورونه لګول د غندنې وړ دي .
د هغه په باور، يادې غونډې وښوده ، چې د پاکستان سياسي ګوندونه او ولس د خپل هېواد د ساتنې لپاره يو موټى دي.
ګېلاني وايي چې پاکستان په افغانستان کې د امن او پرمختګ غوښتونکى دى .
خو دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان يو ځل بيا له تېرې چهارشنبې راهيسې د افغانستان د کونړ او نورستان ولايتونو پر سرحدي سيمو راکټي بريدونه پيل کړي او دوه مياشتې مخکې يې هم د افغانستان پر سرحدي سيمو دا ډول بريدونه کول.
په دې بريدونو کې په ټوليز ډول شاوخوا سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوې دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت ګواښ کړى، چې که دا بريدونه ونه درول شي ، نو دوى به هم په ورته عمل لاس پورې کړي.
ګېلاني د اسلام اباد د تېرې ورځې په ياده غونډه کې يادونه وکړه ، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر استاد برهان الدين رباني په وژل کېدو سره د امن پروسې ته لوى زيان رسېدلى دى .
دده دا څرګندونې په داسې حال کې دي ، چې ځينې کسان د پاکستان استخباراتي اداره د استاد رباني په وژل کېدو کې په لاس لرلو تورنوي.
استاد رباني د وږي په ٢٩مه په کابل کې په خپل کور کې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
د اسلام اباد په ياده غونډه کې ددې هېواد د استخباراتي ادارې مشر احمد شجاع پاشا،يو ځل بيا وويل چې پاکستان نه د حقاني د ډلې ملاتړى دى او نه هم له پاکستان څخه ترهګر لېږي .
ده هم پر پاکستان د امريکايي چاراکيو لخوا لګېدلي تورونه رد کړل او ويې ويل چې ددې هېواد استخباراتي ادارې د ترهګرۍ د ريښو د ختمولو لپاره مهم کارونه کړي دي .