کور / تازه خبرونه / حمدالله نازک:خلکو ته د اوږدمهاله کارونو زمينه مساعدوو

حمدالله نازک:خلکو ته د اوږدمهاله کارونو زمينه مساعدوو


د کندهار ولايت دډنډ ولسوال حمدالله نازک نن د کندهار د رسنيو په مرکز کي جوړي سوي خبري غونډي ته په خپله ولسوالي کي د سوو پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندي کړل .


ډنډ کندهار ښار ته تر ټولو نژدې پرته ولسوالي ده چي پرمختګ يې د ښار پر ژوند مستقيمه اغېزه کوي ، همدا ډول د ښار امنيتي او اقتصادي پرمختګ څخه د ډنډ ولسوالۍ اوسيدونکي په مستقيم او غيرمستقيم ډول اغېزمن کيږي .حمدالله نازک د امنيتي او پرمختيايي چارو په اړه وويل : (( په ډنډ ولسوالي کي د تيرو کلونو په پرتله په امنيتي حالت کي د پام وړ سمون راغلى دى او سل فيصده امنيت شتون لري، ددې ولسوالۍ ټولو کليو ته په امنيتي فضا کي سفرونه کېداى سي او هيڅ رازستونزه وجود نه لري. په ډنډ ولسوالي کي د حکومتدارۍ په برخه کي زيات کار سوى او دټولو کليدي ادارو استازي موجود دي، او په دې وروستيو کي د ښځو چارو رياست اړوند مديريت هم جوړ سوى او په دې ولسوالۍ کي د ښځو د ستونزو حلولو لپاره کار کوي چي يو ښه پرمختګ بلل کيږي.


د ډنډ ولسوالي نسبتاً هواره سيمه ده چي زياتره اوسيدونکي يې له فصلي کرهڼي او يو شمېر باغونو څخه ژوند پرمخ بيايي ، ددې ولسوالۍ ولسوال نازک وايي چي په دې ولسوالي کي دکوکنارو کښت صفر ته راټيټ سوى او د څو کليو سره مرستي هم وسوې ولي سږ کال پلان لروچي د کوکنارو د کښت نه کولو په بدل کي ټولو کليو ته مرستي ورکړو او حياتي پروژې ورته پيل کړو. موږ همدا راز کار پيل کړى چي په ټولو ١٧٢ کليو کي د څښاک د پاکواوبو د برابرولو لپاره څاه ګاني او برمې کېنو څو د خلکو لومړنيو اړتياوو ته مثبت ځواب ويل سوى وي.


 په ډنډ ولسوالي کي لومړنی سړک د ښکارپور دروازې څخه تر پنجدې پوري د ګل اغا شيرزي د ولايت په دوره کي ډامبر سو ، نازک وايي چي تر دې مهاله  ٤٠ کيلو ميتره سړک ډامبر سوئ او سلګونه کيلو ميتره نور جغل اندازي سوىدى چي پکښي سلګونه کسانو ته د کار زمينه برابره سوې ده.


 حمدالله نازک چي پخپله هم ځوان دی د ولسوال په توګه ټاکل کېدو مخکي يې له کندهار څخه د ټول هيواد په کچه د ښو ځوانانو ملي ټولني بنسټ کښېښووئ ، نوموړي لراوبر ته وويل چي ځوانان د ټولني په جوړښت کي رغنده رول لوبوي ځکه يې روزني او پالني ته زياته پاملرنه پکار ده ، په نننۍ خبري ناسته کي يې هم د ډنډ ولسوالۍ د ځوانانو يادونه په دې ډول وکړه : په دې ولسوالي کي دځوانانو د ستونزوي حلولو لپاره هم شورا جوړه سوې چي کارونه يې په ښه ډول مخ ته ځي او د سلګونه ځوانانو ستونزي پکي حل سوي دي. په ډنډ ولسوالي کيټولټال ٢٨ ښوونځي شتون لري چي ټول د زدکوونکو پر مخ خلاص دي او ٨٠٠٠ زدکوونکي پکي په زدکړو بوخت دي چي ٤٣٢ پکي ښځي دي.


د ډنډ ولسوالۍ د خلکو او کندهار ولايت د حاصلاتو څخه د ښې ګټي اخستني او اقتصادي پرمختګ په برخه کي ښاغلي نازک وويل چي  په دې ولسوالي کي سيمه ييزه اداره پلان لري چي په نژدې راتلونکي کي د روميانو څخه د روب جوړولوفابريکه جوړه کړي او په دې توګه سره ددې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د اوږد مهاله کارونولپاره زمينه مساعده کړي. ))