کور / خبرتیا او پيغامونه / له ځوان فرهنګپال احسان الله مهجور سره خواخوږي

له ځوان فرهنګپال احسان الله مهجور سره خواخوږي

دغم شریکي او تسلیت پیغام


په ډېره خواشیني سره موخبر ترلاس کړ،چې دلویې پکتیااوښتون  ټولنې تکړه اوفعال غړي زموږځوان، هڅاند، خوږ ژبي با استعداده شاعر، فرهنګي او فرهنګپال  شخصیت  ښاغلي احسان الله  محجورقدرمن  پلار په  سیمه کوراوکلي کې محبوب  اومنلی شخصیت  ډګروال  صاحب بسم الله جان دورپېښې ناروغي له کبله پرون وروسته  د سهارلمانځه له  ادأ کولو څخه  په حق ورسېد.


انآلله و انا اليه راجعون


موږ له ګران  محجورصاحب  اودرنې کورنۍ سره یې  په  دې  دردوونکي غم کې ځانونه  شریک  او سخت  غمجن ګڼو،ده  اودرنې کورنۍ ته یې  له لوی  خدای (ج) څخه  دجمیل صبر او خدای بښلي  ډګروال  صاحب بسم الله جان ته دفردوس جنت غوښتنه کوو.


دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنې په استازیتوب




دلراوبر ويبپاڼي اداره ځوان فرهنګپال احسان الله مهجور او ددوی درنې کورنۍ ته د تسليت په وړاندي کولو سره دښاغلي مهجور ارواښاد پلار ته له لوی خدای له درباره دمغفرت غوښتنه کوي .