کور / هراړخیز / اسلامي بانکي سیستم دسودي بانکي سیتم په پرتله غوره دی

اسلامي بانکي سیستم دسودي بانکي سیتم په پرتله غوره دی

په دې کې هیڅ شک نشته چې داسلام سپیڅلي دین چې دمسلمانانولپاره څه رواکړي په هغې کې دمسلمانانولپاره هرومروګټه ده اودڅه نه یې چې مسلمانان منع کړي دي په هغې دمسلمان لپاره هرومروزیان پروت دی.سودیودهغه لعنتونوڅخه دی چې داسلام سپیڅلي دین په کلکه سره ترې مسلمانان منع کړي دي.په دې ځای کې مونږداڅیړوچې اسلامي بانکداري دسودي بانکدارۍ په پرتله غوره ده اوکه په؟
 اسلامي بانک پر سودي بانکونو باندې په لاندې دلايلو سره غوره والى لري.
1.                 برابروالی.
2.                 ګټورتوب.
3.                  اقتصادي پیاوړتیا.
4.                 پرمختګ يا وده.
5.                 اقتصادیت
 6.                 اړیکه نیول
1.       برابروالی: داسلامي بانک بنسټ پر عدل  یابرابروالی ولاړدى او دپيسو ورکونکي (Depositors) او پانګه اچونکی (Investors) ترمنځ پوره انصاف مراعاتوي چې ترڅوددوی ترمنځ کومه ستونزمنه خبره یاشخړه رامنځ ته نه شي يعنې ګټه او تاوان يې سره شريک وي په سودي سيستم کې ظلم دا دى چې پيسې ورکونکي ته ټاکلى سود ورکول کيږي او د اړونده پروژې په گټه پورې څه تړاو نه لري هغه ګټه که زياته وي او که کمه د پيسو ورکونکي لپاره سود ټاکل شويدى او په ځينو حالاتوکې د پيسو ورکونکي حقيقي ګټه د انفلاسيون له امله منفي هم شي یعنې دورکول شوې ګټې دپیسوارزښت دپخواپه نسبت ډیرکم شیان اخستلای شي  ځکه پدې سره دپيسو داخستنې قدرت کميږي يعنې پيسې بې قدره  اوبې ارزشه کیږي ولې په اسلامي بانکې سیستم کې ددواړوخواوو زیان اوګټه په نظرکې نیول کیږي داسې نه کیږي چې دیوزیان دې په بل جزایاکاملا ورواچول شي
2.       ګټورتوب: په اسلامي بانکې سيستم کې تمويلول (Financing) دکار يا پروژې پر موثريت ولاړ دى. او يوازې هغو پروژو ته پانګه ورکول کيږي کومې چې ډيره ګټه ولري ځکه چې بانک په خپله په ګټه او تاوان کې شريک دى او که په کوم کار کې ګټه ونه شي نو بانک هيڅ شى نه شي ترلاسه کولاى اوداسې فکر کوي چې باید په هغه ځای کې پانګونه وشي چې پکې دګټې احتمال دنوروپه نسبت زیات موجودوي بالعکس په سودي بانکي سيستم کې بانک د کاروبار له برياليتوب او گټې سره څه خاصه علاقه نلري ددوى هدف يوازې د خپلوپيسو سره له سوده ترلاسه کول دي. ګټه که لږوشي که ډيره  سود ټاکلى دى، او ددې لپاره چې ددى پيسې سره له سوده واپس شي دوى زيا ته ګروي اخلي، او هغه چاته پور ورکوي کوم چې شتمن وي که څه هم هغه کار يا پروژه دکومې لپاره چې دغه سړي پور اخلي غير موثره يا بې فايدې وي،اوسودي بانک داهم نه ګوري چې نوموړی شخص چې دبانک څخه یې پوراخستی کوم کاروبار پرې کوي ایادټولنې په ګټه که دټولنې په زیان تمامیږي اوبله داچه په دې کارسره به دبانک حیثیت ته ضربه ورسږي اوکنه؟ مطلب دا چې بانک يوازې دپور اخستونکي (Credit Worthiness) د ضمانت ارزښت ته ګوري، دکار له ګټورتوب سره يې علاقه نه وي اودلچسپي په کې نه ښيي.
3.       اقتصادي پیاوړتیا: څرنګه چې په اسلامي بانکي سيستم کې پيسې برابرونه (Deposit) او دپیسوپه کاراچول  (Investment) د ګټې او تاوان د شريکولو پر بنسټ ولاړ دي، نو ځکه پورونه  (Liability) او شتمنى (Asset) دواړه بدلون منونکى دي اوثابت شکل نه لري، چې په دې کې هميشه تعادل اوبرابروالی برقرار وي. ددې لپاره چې دا موضوع څرگنده شي يو څه تشريح ته اړتيا لري، مونږ ته دا معلومه ده چې په سودي سيستم کې سود له مخکې ټاکل کيږي او دپيسو کارونکي به هرومرو همغه اندازه گټه ورکوي، نو په ځنې حالاتو کې چې دغه شخص همغه کاروبار يا کمپنۍ دکومې لپاره يې چې پيسې اخستې دي ګټه ونکړي او دپيسو او ورسره د سود د ورکولو وخت راشي، بانک نوموړى شخص مجبوروي چې خپل کاروباراو يا کمپنۍ بنده کړي، سامان يې خرڅ کړي اودهرې لارې څخه چې وي باید پیسې پیداکړيترڅو ددوى پيسې ورکړى شي چې په دې وجه په ټولنه کې بيکاري نوره هم زياتيږي اوداکار دټولنې له پاره دغټ اقتصادي ټکان سبب ګرزي اوډیر خلک ترې اغیزمن کیږي سربيره پر دې که چيرې مونږ سودي سيستم په نظر کې ونيسو نو سود په خپله د ناثباتۍ يو مهم عامل دى او هغه په دې ډول که چيرې په يوه هيواد کې سود لږ کم شي او يا په يوه بانک کې سود کم کړى شي، نو خلک خپلې پيسې له دې بانک څخه بل بانک او يا بل داسې هيواد ته نقلوي چې لوړ سود ورکوي او دغه  دپيسو انتقال (Capital Flight) د داخلي اقتصادي سيستم د ګډوډۍ او رکود باعث ګرځي. له نيکمرغه چې په اسلامي بانکې سيستم کې ګټه او تاوان سره  شريک دي نو دګټې د نه کېدو په صورت کې بانک ته هيڅ هم نه ورکول کيږي او دهغه سړي کاروبار دوام مومي تر څو ګټه وکړي.
4.       اقتصادي پرمختګ (Growth):اقتصادي پرمختګ هغه وخت ممکن دى چې دنوي تکنالوژي، پرمختللې بشري قوې او يا دکومي بلې وجې په اثر ديوه مملکت وسایل په ښه توګه استعمال شي او تولید زيات شي او په دې کار سره  دخلکو د ژوند سطحه لوړيږي.
دنوې او پرمختللې تکنالوژۍ او د توليد نويو لارو پيداکول ډيرو تجربو او زيات لګښت ته اړتيا لري، ورسره دتاوان احتمال هم پکې زيات وي ځکه ځنې وخت نوي ايجاد شوې تکنالوژۍ او يا تجارتي توکي بازار نلري او يا ښه کارنکوي نو ددغه پورته ذکر شوو دلايلو په وجه  صنعت کار ديته زړه نه ښه کوي چې په دې ډول پروژو باندې پانګه ولګوي ځکه که تاوان هم وشي دى به هرومرو سود او اصل پيسې بانک ته واپس ورکوي. خو څرنګه چې په اسلامي اقتصادي سيستم کې ګټه او تاوان شريک دي نو صنعت کار او يا کاروبارکونکى په ډاډه زړه په نويو پروژو باندې پانګه لګولى شي ځکه د بانک او صنعت کار تر منځ گټه او تاوان دواړه شريک دي.
5.       اقتصادیت:يوبې ساري او مهمه ځانګړتیا داسلامي بانکونو دهغه د اخلاقو دارزښت کامل والى دى.په بانکداري فعاليتونو کې اخلاقي ارزښت او ښه مورال نظر داسلامي بانکونو څخه نشي جدا کيداى او ددوى رويه بايد ثابته وي دهغو اخلاقي معيارونو سره چې داسلامي شريعت لخوا تعين شوي وي.په اسلامي بانکدارى کې تمويل د لرونکو اجناسو او خدماتو پورې محدود وي لکه د مروجه بانکدارى غوندې ندى چې په الکوليکي مشروباتو او داخلاق له نظره په نه قبلیدونکوخدماتو لکه قيمارخانه او نورو کې تمويل کړي.اسلامي بانکونه د مروجه بانکونو برعکس صرف د اعتبار ښه والۍ او د سود شرح معيار نه ګڼي بلکې دهغه پرځاى دوى بايد اسلامي مورال او خلاق معيارونو څخه استفاده وکړي په تمويلولوکې دا داسلامي بانکدارى لپاره بل ښه والى دى چې داقتصاد په موثريت باندې ښه اثر درلودلاى شي ځکه په داسې ډول په ضرر لرونکې توليداتو او کارونو باندې مصرف کميږي اواسلامي بانکداري داپه نظرکې نیسي چې دبانک پیسې په غلط کاروبارکې استعمال نه شي
6.       اړیکه نیول:بله مهه ځانګړتیا چې د اسلامي بانکداري د پرمختګ اساس جوړوي د امانت ايښودونکو سره د رابطې لرلواواړیکې ساتلو څخه عبارت دى، دوى د خپل مشتريانو سره دپانګې اچونې پر ميدان باندې معامله کوي نه دا چې مخکې له مخکې څخه د سود يوه ټاکلي اندازه تعين کړى. دوى د امانت ايښودونکو پيسې په ښه فايده لرونکى پروژو باندې سرمايه ګزاري کوي ديو ښه ستراتيژيک تحليل څخه وروسته ددې لپاره چې خپل امانت ايښودونکو ته ښه ګټه بيرته ورکړي. او بل دا چې اسلامي بانک هغه خنډونه اوستونزې د هغوخلکو ترمنځ چې سپماکوي او هغو خلکو ترمنځ چې پانګه اچونه  کوي ختموي او دوى حقيقي بازار ته نژدې کوي.  داسلامي بانکونو دمنځګړیتوب فطرت نسبت مروجه بانکونو سره فرق لري او حقيقي بازار او په هغه کې ترقياتي تغير سره هم غږ دي اودوخت په تیریدلوسره اسلامي بانکونه دعصري تکنالوژۍ سره ځانونه عیاروي.اوسمهال په افغانستان کې نزدې 17 خصوصي بانکونه فعالیت لري چې ترډیره بریده یا په بشپړه توګه اویاهم په جزیي ډول دسودپه لعنت کې بوخت دی.که چیرته زمونږمرکزي بانک(دافغانستان بانک) داسې ګام پورته کړي چې ورسره یوخالص اسلامي بانکي سیستم رامنځته کړي نوانشاالله چې زمونږه ملي اقتصادبه ډیرزرپیاوړتیا ترلاسه کړي اوهغه بحرانونه چې نن ورځ ورسره زمونږدهیوادبانکې سیستم مخ دی(دکابل بانک بحران) ترینه به خوندي وي اوپرته دکوم شک څخه که چیرته په ریښتیاهم داسلامي بانکدارۍ اصول اوپرانسیپونه عملي شي نوبانکې سکتوربه په هیوادکې په رښتیاسره ډیرپیاوړی شي.