پېښور: د خيبر پښتونخوا اسمبلي په يو پرېکړه ليک کې له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې چې د امريکا سفير راوغواړي او ترې پر پاکستان د امريکا په تورونو سپيناوى وکړي، په پرېکړه ليک کې ويل شوي که امريکا پر پاکستان د بريد تېروتنه وکړه نو اتلس کروړه ولس به د پاکستان له پوځ سره يوځاى د خپل هيواد د دفاع له پاره چمتو شي، په پرېکړه ليک سنيئر وزير بشيربلور، د ايالتي اسمبلۍ غړو عبدالاکبر، نګهت ياسمين، قلندر لودهي، جاوېد عباس، مفتي کفايت، کشور کمار او محمدعلي لاسليکونه وکړل او د اسمبلۍ غړو ته يې وړاندې کړو چې ومنل شو.