کور / راپور / د زابل والي په ستاينليک ونازول سو

د زابل والي په ستاينليک ونازول سو

د هلمند والي ښاغلى محمد اشرف ناصري د هغه د ښو او پر ځاى خدمتونو له امله د ولسي جرګي له لوري په ستاينليک ونازول سو .
په دې اړه په زابل ولايت کي په جوړه سوې غونډه کي چي د دې ولايت په ولسي جرګه کي ښاغلي عبدالقادر قلاتوال ، د والي مرستيال ، د ټولو ادارو رئېسان او نورو برخه اخستې وه ، ښاغلي قلاتوال وويل چي نوموړي په تېرو څو کلونو کي د امنيت ، د قومونو تر منځ د يو ښه انډول رامنځ ته کول او بيا رغوني په کارونو کي د پام وړ هلي ځلي کړي او دا ستاينليک ورته د دې کارونو په پايله کي ورکول کېږي .
ښاغلي ناصري هم د ولسي جرګې څخه د دې ستاينليک د ورکړي څخه ډېره مننه وکړه او زياته يې کړه چي تر دې به نوري هڅي ډېره وي تر څو په يادو کارو کي نور هم پرمختګ وسي .