بلخ ادبي خوځښت څانګې ام البلاد ادبي بهير اونيزه د بلخ ولسوالۍ د مرکزي ليسې نوبهار بلخ په انګړ کې د لسګونه شاعرانو او فرهنګيانو په ګډون ترسره کړه.
ددې غونډې مشر مېلمه نقيب الله کټه خېل او کوربه استاد غلام علي ملکزی ټاکل شوي و.
د غونډې مشر مېلمه نقيب الله کټه خېل غونډه وستايله او زياته يې کړه، چې د ادب او فرهنګ د پياوړتيا هڅې ښايي نورې هم ګړندۍ شي.
نوموړی چې په لومړي ځل د ام البلاد ادبي بهير اونيزې غونډه کې برخه اخيستې وه وويل، چې د بهير د لا پراختيا لپاره به د سيمې ځوانان وهڅوي، چې اونيزو غونډو ته راشي.
د غونډې کوربه استاد غلام علي ملکزي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه، چې ښايي ګډونوال په هره اونۍ کې له يو نوي شعر او يا نوې موضوع سره راشي.
د هغه په وينا د نوې موضوع راوړل د بهير له خوا کومه جبري غوښتنه نه ده، بلکې د ځوانانو د خلاقيتونو د کارولو يوه طريقه ده.
ننۍ غونډه د جمعه ګل رسولزوی په تلاوت پيل شوه، چې د ويندويۍ چارې يې د حبيب الله اکبري له خوا پر مخ وړل کېدې.
په دغه غونډه کې د عصمت الله رحيمي پر لنډې کيسې کره کتنه وشوه او د راتلونکي اونۍ لپاره د جمعه ګل رسولزوی نثر د کره کتنې لپاره وټاکل شو.
د يادونې ده، چې د تېرې اونۍ راپور د اسدالله نوري له خوا ولوستل شو.