د فارياب ولايت امنيتي چارواکي وايي چي ددې ولايت په قيصار ولسوالي کي درې تنه وسله والو وژل سوي .
د چارواکو په وينا چي ياد وسله والو د بهرنيو او افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کي وژل سوي .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د رسنيو مسئول محمد رضاء هم رسنيو ته د پېښي پخلى کړى او زياتوي چي ياد کسان د يکشنبې په شپه وژل سوي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي .