په دې خوډیرې زیاتې خبرې شوي دي چې رهبري څه ته وایې اوښه رهبري څنګه کیدای شي خوراځې نن داوڅیړوچې دنارينه ودرهبرۍ اوښځودرهبرۍ ترمنځ څه توپیر وجودلري.
پدي رابطه ډير زيات مطا لعات موجود دي چي دهغې په بررسۍ سره دوه مشخصوپایلو ته رسيږو .لمړي داچي د دي دوه رهبري شيوو يوشانوالي نسبت فرق ته زيات دي دويم دا چي که چيرته تفاوتونو ته متوجه شونو داسي په نظر راځي چي ښځي په خپل رهبري کي ډير ديموکرات يا مردم سالاري دي حال داچي نارينه دستور دهي ،فرمان صادرونکي دي .
دښځو او نارينه و درهبري يوشانوالي نه بايد دحيرت حيرانتيا سبب شي ځکه ټول تحقيقات چي پدي باره کي ترسره شوي مدير يي مترادف درهبر سره ګڼلي ددي تحقيقاتو په نظر کي نيولو سره نشوکولاي چي دافرادو جنسيت د تحقيق لاندي مشخص کړو .ولي ؟ ځکه چي دانتخاب مسله شغلي مسير (دمزد په وسيله )او ،اداري انتخاب مطرح دي .داصحيح خبره ده چي د ساختمان انجينارينه او وکيلان يا حقوق دانان زياته مشترکه وجه لري .
اوهغه خلک چي خپل کسبي (شغل ) مسيريي داداري (سازمان ) دمديريت په پست کي انتخاب کړي هم مشترکه وجه لري .هغه خلک چي دشخصيتي خصوصياتو له نظر مديريت وړتيااولياقت لري لکه ( لوړفکر خاوند، په خپل نفس اعتماد، صميمي اخلاق )،درلودونکي وي احتمالاً دا به ښه رهبران ي وي .او خپل شغلي (کسبي )مسير صرف دومره انتخابوي چي وکولاي شي اداره رهبري کړي .درهبردجنس څخه دصرف نظر په صورت کي دا موضوع دمديرانو او رهبرانو په باره کي دصدق وړده .
نتيجه دا کيږي چي دمدير يارهبردجنس څخه د صرف نظرپه صورت کي هغه خلک چي په اداره کي په رسمي ډول درهبري يامديريت پست اشغال کړي يوبل سره مشترکي وجي لري .باوجود دلاسته راغلي نتيجو څخه چي دمنابعو بررسي څخه ترلاسه شوي دي وروستني تحقيقات دادي چي دښځواو نارينه و رهبري شيوه ياپروسه دفطري او ذاتي نظره متفاوت دي يا فرق لري .اصولاً ښځي د ديموکراتيک اومردم سالاري رهبري شيوو څخه استفاده کوي هغوي لاس لاندي کسان تشويق کوي او قدرت کي برخمن کوي .اوهغوي ته لازم معلومات ورکوي او هغوي تشويق کوي تر څو خپل ځان ته زيات ارزښت قايل شي .هغوي دي ته زيات ترجيع ورکوي چي خپله رهبري کي دمختلفودانشي پديدو،تخصص ،اونوروسره تماس ونسي او په نوروباندي د نفوذپه خاطردانساني مهارتونوڅخه استفاده وکړي .
ولي نارينه ډيرزيات فرمان صدور ،اودکنترول طرفداردي .هغوي چي په کوم پست کي مقرريږي په رسمي اختياراتو باندي متکي وي .په هر حال لاسته راغلو ش معلوماتوپه بنا بيا هم نشوکولاي چي فيصله وکړو. دا چي وايوکه ښځي درهبري مقام ته ورسيږي دنارينه وپه نسبت ديموکراتيک يا(مردم سالاري )دي .داهغه کار پوري مربوط دي .چي زياتره دهغوکار دنارينه وسره وي .ظاهراًکه چيرته په اداره کي ښځي درهبري مقام ته رسيږي او زياتره دهغولاس لاندي افراد ښځي (هم جنس)وي نو شخصي سليقه يواخواکيږي اودوي خودسري ته مخه کوي .دي خبري ته توجه سره چي دپخواڅخه د اداراتو مديرتي پستونه نارينه وپه لاس کي دي .نودافکر مدعي کيږي او ددي دليل په وجه ويلاي شو چي دنارينه و اوښځوترمنځ درهبري تفاوت کي دنارينه وطرف ته دتلي (ترازو) پله درنيږي .
(هغه داچي نارينه نسبت ښځو ته رهبري کي برتري لري ) مګر واقيعت داسي نه دي .ځکه په اوسني سازمانونوکي ،انعطاف پذيري ، دتيم تشکيلونه ،اعتماد ،برخمن کول ، دافرادو شريک کول په اصلاحاتو کي ،په زړه پوري رقابتي اقدامات ،شديد کنترول ،رمز اوتيرشوي رازونه په نظرکي نيول کيږي .
بهتر رهبرهغه څوک دي کي چي دخلکوخبري واوري او دهغوي څخه حمايت وکړي داسي ښکاري چي ښځي نسبت نارينه وته ددي کارونوپه سرته رسونه کي ښه عمل کولي شي .يوه خاصه نمونه يي دادي چي دمتخصصو ټيمونوجوړول پدي معني چي اثربخونکي مديران وکولاي شي چي دمذاکري له نظره يا دلوړو انساني مهارتونوڅخه برخورداره اوسي .
اصولاًدښځورهبري شيوه داسي ده چي دمذاکري ،چانه وهلوپه امر کي نسبت نارينه وته ښه عمل کوي . مګرد نارينه و غوندي (برابر) دوړلواوبايلولومسايلوته دومره خاص توجه نه کوي .اوهغوي دمذاکري په وخت کي هميشګي روابط په نظرکي نيسي او داسي عمل کوي چي وښي دنورو په نظر مقابل جانب ګټونکي دي .