کور / تازه خبرونه / کابل: د سي آى اې په مرکز کي د ټکانو جزيات لا پټ ساتل سوي دي

کابل: د سي آى اې په مرکز کي د ټکانو جزيات لا پټ ساتل سوي دي

تېره شپه جمهوري رياست ته نيژدې په آريانا هوټل کي دننه پرله پسې ټکان اورېدل سوي چي تر اوسه يې هم جزيات پټ ساتل سوي دي.
د رويټرز آژانس وايي ډزي د هوټل په هغه برخه کي سوي چي د امريکايي استخباراتو (سي، آى، اې) د خپل يوه مرکز کار ځني اخلي.
د کورنيو چارو وزارت وياند برايي تر پېښي وروسته وويل چي دوى ځکه په دې هکله معلومات نه لري چي افغان پوليس هلته نه پرېښودل کېږي او دغه سيمه د امريکايي پوځيانو تر نظارت لاندي ده.
د امريکا سفارت تر ډزو وروسته ويلي وو چي د پېښي جزيات به سهار خپاره کړي.
دا په دوو اونيو کي دوهمه حمله ده چي په کابل کي د امريکا پر سفارت او اوس د سي، آى اې پر مرکز باندي ترسره کېږي.
امريکا د سفارت په حمله کي د حقاني شبکه او د پاکستان استخبارات دواړه پړه وبلل.
د سي، آى، اې په مرکز کي د تيري شپې د ډزو په باب طالبانو هم هيڅ نه دي ويلي.