کله چې یو کال د مخه استاد رباني د سولې د عالي شوری رئیس و ټاکل شو نو هغه وخت دا خبره جوته وه چې د نوموړي په مشرۍ له طالبانو سره سوله امکان نه لري ځکه چې استاد رباني یو متنازع سیاسي شخصیت دی او دی نه شي کولای د سولې په راوستلو کې موثر او رغنده رول ولوبوي خو نه پوهیږو چې ولسمشر په کوم اساس او بنیاد نوموړی د سولې د عالي شوری د مشر په حیث وټاکه . بله دا چې استاد رباني په داسې حال کې چې پوهیده چې ددې کار لپاره وړتیا نه لري نو بیا يې ولې دا دسولې د شوری مشري منله ؟
استاد رباني هغه شخص ؤ چې ټول وخت یې د طالباتو خلاف دریځ غوره او هیڅکله یې له طالباتو سره د روغې جوړې پاک نیت نه دی درلودلای . طالبان خو لا پریږدئ ، ده د حکمتیار له حزب اسلامي سره هم ښې اړیکې نه دي درلودلی. د رباني د حکومت په وخت کې کله چې په کابل کې د مجاهدینو د جنګي ډلو تر منځ مسلحانه نښتې وشوې ، هغه وخت خو طالبان نه وو ، نو ولې د استاد رباني د جمعیت اسلامي او شورای نظار له یوې خوا او حزب اسلامي له بلې خوا په خونړیو جګړو لاس پورې کړ او شا او خوا ۸۰ زره د کابل خلک یې ووژل .
استاد رباني د څلورو میاشتو لپاره موقتي جمهور رئیس ټاکل شوی ؤ نو ولې یې د خپلې مودې په پای کې قدرت بل چا ته نه پریښودلو ؟ که هغه له قدرت څخه لاس په سر شوی وې نو د افغانستان غمیزه به دومره له ستونزو سره مخامخ شوې نه وې او نه به هم دومره اوږده شوې وې.
استاد رباني یو داسې سیاست مدار ؤ چې له هر هیواد او هر چا سره یې د خپلو شخصي او حزبي ګټو لپاره روابط ساتل ، له پاکستان ، ایران ، هندوستان ، امریکې ، روس ، چین ، اروپا ، عربي هیوادو او حتی له اسرائیلو سره هم دده مستقیمې او غیر مستقیمې اړکې موجودې وې. دده سیاست یو روښانه سیاست نه ؤ بلکې دده سیاست دتوطئې سیاست ؤ ، له چا څخه به یې چه ګټه تر لاسه کیده نو هلته به ورته روان ؤ . هغه د وخت په نزاکت پوهیده او ډیر موقع شناس ؤ . همداشان یو زیرک سیاست مدار هم ؤ. ده په هر میدان کې په خپله سیاسي مکارۍ او چل میدان ګټلی دی .
د رباني ، فهیم ، قانوني ، عبدالله عبدالله او د شمال د ټلوالې د نورو مشرانو تر منځ هیڅ اختلاف وجود نه لري ، ټول د یوې مور زامن دي او په یو خم کې رنګ شوی دي . دوي هم په دولت کې دي او هم په مخالف حزب کې . که عبدالله د دولت د مخالف حزب مشر دی نو فهیم د ولسمشر مرستیال دی ، دوي هم په دیک وهي هم په کاسه دوی هم د دولت مال او دولت لوټ کړی او هم یې له باندنیو هیوادو څخه ګټې تر لاسه کړې.
یو شمیر پښتانه بیچارګان چې په دې دولت کې دي او لوړ مقامونه لري ، دوي د شمال د ټلوالې د لاس لاندې دي اوهغوی په برکت د هغوي تر سیوري لاندې د بې غیرتۍ ژوند تیروي .
سیاف د رباني په مرګ و ژړل ، سیاف صاحب ته وایو چې : سیاف صاحب ډیرې اوښګې مه تویوه ، ستا وار هم را تلونکی دی ، د افغانستان د ملي دفاع پوده پهلوان وزیر هم ډیرې د غم خبرې وکړې چې عظیمی صاحب ورته لیکلې او ده حفظ کړی وې ، دا پړسیدلی وزیر فکر نه کوم په خپل پلار هم دومره خپه شوی وي څومره چې په رباني خپه شو . ولې به نه خپه کیږي که داسې اوښګې توی نه کړي نو بیا کله څوک دا بې شرم په دې بې شرمه څوکۍ پریږدي چې تکیه ولکوي.
امریکې ، اروپا ، ایران ، پاکستان . هندوستان او نورو هیوادونو د رباني په مرګ خپګان ښکاره ګړ . دا نو ښکاره نه ده چې دا خپګان ظاهري دی که حقیقي . دا موضوع څیړل غواړي.
له سیاسي صحنې څخه د رباني لر کیدل کیدای شي په افغانستان کې د سولې د لارې د هواریدو لپاره موثر تمام شي . هغه سیاستمداران چې په افغانستان کې د امریکا د نظامي هډو د جوړیدو مخالف دي ، هغوی باید یو په بل پسې له صحنې ووځې ، اوس دا خبره ثابتول غواړي چې آیا رباني ددې مفکورې سره موافق ؤ که مخالف . څومره چې زه پوهیږم او څومره چې ما مطالعه کړې ده او څومره چې له حالاتو څخه څرګندیږي استاد رباني ددې هډو د جوړولو سره چندان موافق نه ؤ ، دلیل یې دا دی چې رباني له ایران او روس سره نژدې روابط درلودل او ایرانیانو او روسانو له رباني سره په افغانستان کې د امریکا د نظامي هډو په اړه خبرې کولې او دی یې دې ته هڅولو چې ددې هډو له جوړولو سره مخالفت وکړي ، ویل کیږي چې استاد د خپلو تنظیمي او شخصیي ګټو لپاره دا کار کولو.
د پاکستان صدر اعظم او جمهور رئیس دواړو د ربانی په مرګ سخته خواشیني ښکاره کړه . اوس نو دا خبره هم باید ثابته شی چې آیا رباني له دوي سره واقعا نژدې ؤ او که نه؟ خو د پاکستان چارواکو ، رباني د پاکستان ډیر ښه دوست وګڼلو.
په کابل کې او بیا د رباني کورته چې د ښار په زړه کې موقعیت لری ځانمرکي برید دا حقیقت څرګندوي چې د هیواد امنیتي ستونزې ډیرې ژورې او د اندیښنې وړ دي.
داسې یو لوی شخصیت په داسې مرموز ډول له مینځه تلل تحقیقاتو ته ضرورت لري . امنیتي لوړ پوړي چارواکي چې د امنیت په راوستلو کې پاتې راغلي ، هغوي باید له اخلاقي جرئت څخه کار واخلي او خپلې استعفی ګانې دې وړاندې کړي ، که دا کار ونه کړي نو د نورو ورته پیښو احتمالات به له منځه لاړ نه شي.
خدای دې د رباني مړینه ددې سبب کړي چې په هیواد کې سوله تامین شي.
استاد رباني نیمه پیړۍ د توطئی سیاست وګړ ، ټول هیواد یې د نا آرامۍ او کشمکش په عالم کې غرق کړ. د څوکۍ په خاطر یې څه څه لوبې ونکړې . د قدرت څوکۍ یې په ځان پورې تړلې وه ، له کابل نه مزار او له هغه ځایه تاجکستان لنډه داچې دا څوکۍ ورپورې سرش شوې وه . آخر څه وشو ؟ هغه لاړو او هر څه ورڅخه پاتې شو . اوس به هغه د خدای په عدالت کې د خپلو کړو او اعمالو ځواب ورکوي . که ښه یې کړي وي او که یې بد کړي وي د دواړو حساب کتاب به ورسره کیږي. د خدای د وجود یو دلیل دادی چې هغه انتقام اخستونکی دی . الله تعالی له خپل بنده څخه د بدو اعمالو او ظلم انتقام ا خلي.
په درنښت