د جمهور رياست د ارګ ماڼۍ ته څرمه په آريانا هوټل کي دننه پرله پسې ډزي اورېدل سوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د فرانس پريس آژانس ته ويلي چي افغان پوليس دې ځاى ته نسي ورتلاى، ځکه چي دا سيمه د امريکا د استخباراتي ادارې (سي، آى، اې) په ولکه کي ده.
نوموړي ويلي چي دوى ډزي اورېدلي، خو د مرګ ژوبلي او د پېښي د علت په باب هيڅ معلومات نه لري.
بلي خوا ته په کابل کي د امريکا د سفارت وياند ګېوين سنډوال له فرانس پريس آژانس سره په دې باب له څه ويلو ډډه کړې ده.