ما د آسمايي په وب پاڼه کې د جهاني د یوې ښکلی مناظره په هلکه دڅوتنو بې مسولانه نیوکې ولوستي چې په تیاره کې یې ډبرې ویشتلي وي زه په نه شوم چي دا نیوکې وی که هزلیات.
لومړی کس دسیاه سنګ په نامه چې اصلاً هغه نه یوازې داچې په پښتو نه پوهیږي بلکې د نیوکې په اساس هم نه پوهیږي دی
لومړی په هر ه ژبه چې اثر وي په هغه ژبه باید کره کتنه وشي ،یا لومړی باید هغه اثر وژباړل سي بیا پر هغه باندې که دا صلاحیت ولري کره کتنه وکړي نه ښکنځل
کره کتنه یو اثر تر تحلیل او غور لاندې نیولو ته او دهغه په اړخونه بحث کولو ته وايي چې په دری کې ورته نقد وايي ، کره کتنه د کره کتونکي په ضمير پوري اړه لري.
په کره کتنه کې کره کتونکي د اثر د بشپړ ېدو هڅه کوي دهغه د نيمګړتيا و د پوره كولو لپاره چوپړ کوي .
کله کله کوم په زړه تور دخپل بد نيت ( حسد ، كينه ، بخل ،قومي ،سمتي او نژادي تبعيضاتو بر سيره ځینې رقابتونو په اساس د نيوكي يا نقدونه په نامه هزلیات لیکي لکه سیاه سنګ صاحب
داسې لیکنې د په نوم کره کتونکی فطري نيمګړتيا څرګندوي چي غواړي د مقابل لوري كمى وښيي او كه په دې لاره كښې د ده خپل كمزور تيا هم معلومه سي څه باك نه پرې لري .
ددې کره کتنې د لا ئل ډير ضعيف وي ، موضوع يي سمه نه وي هضم کړې ، په هغه ژبه ښه نه پوهیږي، دهغه په مانا نه پوهیږي چې په داسې کره کتنې سره نورو لیکوالو ته خپله لمن پورته کوي .
د جهاني په شعر باندې د ګران کره کتونکی لیکنه یو کره کتنه نه بلکی هزلیات دی
لکه چي ګران کره کتونکی لیکي : انتحاری جهانی!
یو بل يې دمامون په نامه دی چې هغه هم په پښتو نه پوهیږی وایي
«داکتر صبورالله سیاه سنگ نویسنده، نقدنویس و پژوهشگر بی همتا در ادبیات فارسی دری است که یک حرف را بدون مسوولیت نه می نویسد»
هغه متل دی چي ته ماته حاجی وایه زه به تاته ملا وایم
لومړی داچې هغه خپله وايي هغه په فارسي دري ادبیاتو کي کره کتونکی دی یانی په پښتو نه پوهیږي څرنګه شوه چې د پښتو سره يي مینه پيدا شوه او وايي هغه هیڅ وخت بې مسولیته شی نه لیکی. په دې خبره یې هغه له انسانیت څخه هم ویست ځکه بې ختا انسان نشته.
هغه سرتر پایه ددی شعر په کره کتنه کې بې مسولیته ږغیږي.
د مامون اور تر هغه هم توند دی هغه په بې شرمی بیله دی چې شعر ووايي دخپل خیټې لیکي : ترانه های هیجاني جهانی “مانیفست فاشیزم” است :
زه ددوی کره کتونکي دی هزل ویونکي؟!
تاسو ته په مالومه وي چې هزل د غچ لپاره ویل کیږي ددې لیکنې مانا دا ه د جهاني سره کوم څه لرې د هغه په ځای یې د هغه پرشعر رااچولي دي .
زه به دا مناظره درته تشریح کړم
دا د جهاني صاحب دمور اوزوی مناظره ډیره ښکلی انځور شوې ده او د غولیدلو ځوانانو لپاره یوه ښه ورم اوراشه ده
دا مناظره دیو ناپوه او غولیدلی زوی او د یوې پوه او مهربانی موری تر منځ ده
په دې مناظره کې زوی مو رته د جهاد دمشراو دکلي د ملا خبري کوي چې هغه یې جهاد ته هڅولی دی
موري ته وايي : ما دځان وژنی هوډ کړی ماته رخصت راکړه موري !
موریې چې هڅه کوي خپل زوی په حقایقو پوه کړی هغه ته وايي:
ته یې ختا ایستلي یي زویه ، که ته نه يي ما سپين سرې اوناروغه خور او ورور دی چا ته سپارې ؟
مګر زوی يي نه مني او هغوی په خدای سپاري
موریې د هغه د پوهیدو لپاره له هغه پوښتي
ته لیونی شوی يي که دا ځان وژنه د جنت کلۍ ده نه ولي هغوی مشران خپله او خپل ماشومان ځان وژنی ته نه هڅوي ؟
ولي هغوی خپل اولاد بهر ته دزده کړی لپاره لیږي؟
ولي دا جهاد یوازې په تا فرض دی ؟
ختا وتلی هلک وایي : ما د جنت قواله اخیسی ده ځم موری
مور يې ورته وایي :
ما شیدی نه دی در بخښلی
هغه ورته وایی : ستا د شیدو بدل به خدای په جنت کي درکړی
مور يي ورته وايي :
هغو د کافرانو په لمسون او وسلو په ستا په مسجد کي مسلمانان وژني تاته دقبر دوزخ غواړي خپل ځان ته په دنیا کي جنت جوړوی
هلک يي نه منی
مور یی د خدای روی ورته نیسی مګر هلک هغه نه منی
ګران کره کتونکی وايي شاعر ځان وژونکی هڅوي ، بیا خپله وايي ولي د ناتو او امریکایانو د بمبارد یادونه نه د ه شوی ( جهانی ته دامریکا د ویری تانه ورکوی) ، پوه کره کتونکی غواړي شاعر ځان وژونکو ته قوی دلایل ورکړی ، پوه شاعر دا کار نه کوی
ددې ښکلې مناظرې څخه شاعر غواړی د مور ی ددی پوښتونو سره غولیدلو هلکانو ته یو سوچ ورپیدا کړی چې د مور په خبرو تر ځان وژنی تر مخه یو وار چرت ووهی
ددې شعر اوریدل غولیدولی هلکان او نور ځوانان سوچ ته اړباسی چې رښتیا ولی دا مشران دا تیارجنت پر خپلو زامنو نه دی پیرزو هرومرو د پروړو لاندې اوبه تیریږی
په دې هیواد کې ډیري نیمګرتیا وي شته تاسو چې ځان ته ښه لیکوالان هم وایاست دا ټوله مو پرې ایښی دی په هزلیاتو اخته یاست، په هیواد کې ډیر اساسی موضوعات شته
هر ورځ د هیواد شتمنی لوټیږي ، افغانان بمبارد کیږي، هیواد د تجریې په حال کې دی ، پاکستان مزاییل راغورځوي ، ایران کلتوري مداخلي کوي،رشوت ، غلا او شوکماری ناری وهي…
امید چې له دی وروسته لومړی په پښتو اثرونو ځان ښه پوه کړی یا له چا وغواړی هغه درته وژباړی بیا کومو څه پر لیکل ويي لیکئ په پښتو متل دی :
لومړی یې زده کړه بیا يي کوزده کړه !