کور / هراړخیز / دعثماني امپراتورۍ په زړه پوری داستان (۲۷) مه برخه

دعثماني امپراتورۍ په زړه پوری داستان (۲۷) مه برخه


ددې په زړه پوري داستان تېره برخه له دې ځايه ولولی



د ډوډۍ په سر اختلاف


په قسطنطنیی کې د جنګ له پاره په  پوره بیړنۍ توګه د ځانونو د تیارولو کار روان و . دښار ټولو اوسیدونکو لکه د میږیو په  څیر دمیوو او غَلو په  را ټولولو کې منډې ترړې  وهلې . شهنشاه  دغربي  اروپا  څخه د مرستو د ترلاسه  کولو له پاره خپل تجربه لرونکې سفیران استولې و.  هغه د « پوپ جان نکلسن »  د ملاتړ د تر لاسه کولو له پاره د روم د کلیسا  ټولې  غوښتنې منلې وې  او د هغې سره د یوناني کلیسا د یوځاې کولو  هوډ  هم  ښوولې و . د  « وینس » او  «جینوا » بحري بیړۍ   د فاسفورس  ابنا  ته را رسیدونکې وې ، په قسطنطنیه کې دیوه لکو  نه زیات  خلک  اوسیدل ، دښار ټولو  معمارانو د ښار  دیوالونه  ترمیمول  . د اهنګرانو بازار  شپه او ورځ  پرانستې و او په سلګونو  کار ګرانو  شپه  او  ورځ د  جنګ  سامانونه  تیار ول .  په  ګولډن هارن  کې  پروت  زنځیر  نورهم غښتلې کړل شو  ، دښار  د دیوال   چې  څلوارلس  میله  نیم دایره  شکله پروت و  یوناقابل  تسخیر  دیوال و ګرزید. د دیوال  شاوخوا  ته  یو  ستر خندق  هم وکندل شو چې د اړتیاو په وخت کې په کې  د سمندر اوبه   راپریښوول کیدې شوې  ،په دې  توګه  د ښار  څلور واړه  خواوې  اوبه  ګرزیدلې . د پخوانی تعمیر  دوه  ستر برجونه  چې  توپونه پرې  ایښول شوي و له نوي سره  مضبوط او مستحکم  کړل شول .


د جینوا په  فوځونو کې هغه مشهور او معروف  سالار  هم و  چې  « کمانډر جان  جسټیماني » نومیده .  نوموړې داروپا ډیر  میړنې  جنګجو او تجربه لرونکې  سالار و . شهنشاه  جسټیماني  ته   په نا ارامۍ سره  انتظار کاوه  ، دهغه جهاز  ډیر ژر  د  دانیال  د دروازې  څخه را تیریدونکې و .


مقصد داچې د قسطنطنیی خلکو د سلطان محمد د راتلو له پاره ځانونه  پوره پوره تیار کړي و . د بله اړخه سلطان محمد خان  هم په دې  ښار باندې  د  یرغل  له پاره دخپلو تیاریو په اخري پړاونو کې و . په دې خاطر  چې  هغه د قسطنطنیی د کلابندۍ په وخت کې  بلې کومې لورې  ته متوجه نه شي   نو د کرمانیا دامیر سره یی  سوله   کړې وه  اودهغه   لور یی ځانته   نکاح کړې وه . بیا یی د هنګري دپادشاه هونیاډې سره  ددرې کالو له پاره س وله وکړه ، هونیاډې  دکاتولیک مذهب  پیرو  وو او دقسطنطنیی سره داختلاف  په  اساس  یی  د سلطان سره  سوله وکړه .  په دې توګه سلطان  خپل  شاته  د شمالي اروپا   ګواښونه   تم کړل ، خو د موریا  سیمې ته یی   چې  هلته د قسطنطین  بل ورور  حاکم  و   د تجربه لرونکو سپاهیانو  یو لښکر  ور ولیږه  تر څو د اړتیاو په وخت کې دهغه د راتلو مخه ونیسي .


دفاسفورس  په ابنا  باندې د رومیلې کلات  جوړښت  هم په خپل اخري پړاو کې  و ، سلطان  په اورنه کې  اتیا زره  سپاهیان  را ټول  کړل .  خو لا تر اوسه  دسپاهیانو د راټولو کار  جریان درلود . ځکه سلطان پوهیده چې  دقسطنطنیی د سوبې له پاره  یواځې دعسکرو را ټولول  بسنه  نه کوي . په همدې خاطر  د سلطان  انجیر  « اربان »  شپه  او ورځ  د یوه  ستر او  تباه کونکي  توپ  په  جوړلو  مصروف  و ، تر څنګ  یې  دسلطان بحري بیړه  هم په پوره  تیزۍ سره  د  تکمیل په  لور روانه و ه .


د «اورنه » په سلطاني قصر کې  د کوچني معصوم  شهزاده د وژلو نه وروسته  دملکې سروین  حالت  ډیر  خراب  شوې و . سلطان پخپله  دملکې  تر مخه  حاضر شو او په دې پیښه یی  خپل  غم  او ژور خفګان و ښود او هغې ته یی د هر اړخه  ډاډ ورکړ چې دهغې  کوچني شهزاده   په وژلو کې دهغه  هیڅ  ډول  لاس   نه و . د سلطان مشهور  سالاران  « احمدکدک  پاشا» او محمود پاشا»    د فوځې  تیاریو په لړ  کې یو دبل نه مخته  روان و .  اغاحسن  هم دیني  چري د ځوانانود  روزنې  له پاره  د مصنوعې دیوالونو په  ورختلو اودهغو  څخه دتیریدلو  تمرینونه کول . په دې تمرینونو کې داغا حسن  په ګډون  پنځه نور  سالاران  او  دوه  سوه  غښتلې  عسکر  شامل و . اغا حسن پاته فوځ ته د غشي  د ویشتلو  او د تورې د وهلو  د فن  روزنه  هم  پیل  کړې وه .   که له یوه اړخه  په  اورنه کې دهر وګړي  په سترګو کې د جوش او ولولې  احساسات  تر سترګوکیدل  نو دبله اړخه په قسطنطنیه کې دهر  وګړي  دسترګو اومخ  څخه  خاورې  بادیدې .


قاسم د سپه سالار  نورټاس  میلمستون  ته  ور ننوت . نو دهغه  پوزې   ته  دشرابو   بوې  راغې . دروازه  چې  قاسم ته یوه ستره  څوکۍ  وړاندې کړه اوپخپله د سپه سالار نورټاس   د رابللو له پاره  دهغه  خونې ته ورغې …… کله چې  د پیړ او غټ  وجود خاوند  نورټاس  د قاسم  خواته  راغې   نوقاسم ور پورته شو اودهغه سره  یی  لاس ورکړ ، خو نورټاس د شرابو په نشه کې  مست  و  ، سترګې یی  درنې وې ، دقاسم تر څنګ کیناست   اوبیا  په  دروند اواز  سره وویل :


« تاسې د بطریق  اعظم  ځانګړې نماینده یاست . په همدې خاطر  زه  یو ځل  بیا میلمستون  ته راغلم ، اوکه نه  ستا څخه لږه شیبه مخته  ما د شهنشاه  ددوو کسو نمایندګانو سره  پوره وخت  تیر کړې  و »


سپه سالار  همدومره وویل  اوبیا  لاس  ور  اوږود کړ او یو ځل  بیا یی  دخپل ځان له پاره دشرابو پیاله ډکه کړه ،  دسپنیو زرو  جام یی  راواخست او قاسم  ته یی وویل :« بده یی مه ګڼه  ، زه ډیر  زیات شراب  څښم ، اوبیا په ځانګړې  توګه مې کله چې  د سلطان محمدخان   له اړخه د حملې کولو خبر  اوریدلې دې  نو په ذهن مې  ډیر  زیات   دروندوالې  راغلې  دې …..په همدې خاطر  ډیر  څښم  . زه نه غواړم چې زماپه زړه کې دنوې ځوان  سلطان  څخه  ویره  راپیدا شي …..زه  ډیر تجربه  کاره  یم ، او ته خو ما ډیر ښه پيژنې …»


دنورټاس د خبرو څخه  څرګندیده چې  هغه ډیر زیات شرا ب  څښونکې دې ، قاسم د دې  فرصت  نه ګټه واخسته اوسمدلاسه  یی وویل « درونده سپه سالاره !  ته یی  بې شکه  څښه . دشرابو د څښلو سره به ستا  میړانه  دوه هومره زیاته شوي ….. هسې خو هم ته ډیر  میړنې اوبهادر انسان یی . ستا په  شتون  کې به  څوک  جرءت وکړي  چې  دقسطنطنیی په لور  سترګې  راپورته کړي  ،خو تا د شهنشاه د نمایندګانو په اړه ماته څه ویل  غوښتل . اوستا خبرې  په نیمایی کې پاته  شوې ….»


قاسم  چې که وکتل چې نورټا د دې  جام څخه  هم څلور  پنځه ګوټه  وکړل  نو دخپل مطلب  خبره یی  ورته وکړه  ، اوس  نو د نورټاس  نشه  نوره  هم زیاته شوې وه، دقاسم دخبرو په اوریدو ډیر  زیات خوشحاله شو ، دخوشحالۍ  په ټال کې  کیناست  اوقاسم  ته  یی  دهغه په ستاینې  باندې  افرین  ووایه . دقاسم  د خبروپه ځواب  کې نورټاس  په  نشه  کې به خبرو  پیل وکړ :


« دشهنشاه  نمایندګان  ! ……هو! هغوې  بې عقله په دې خاطر ماته  دلته راغلي و چې  له ما وپوښتې  چې   د  جنرال جسټیماني  د ښه راغلاست  له پاره څه ډول  تیارې  ونیول شي ؟  …..اوس  ته  راته ووایه  چې  زه د یوه کوچني کلې  د قومندان  له پاره  لاس په سینه دریدلې شم ؟ نوټارس دقاسم په سترګو کې سترګې  ور ننویستې اودا خبره یی ورته  وکړه .


« بلکل  نه ! دا  کار  خو د بازنطینی  سلطنت  د ډوبیدو په   څیر دې . ستا خبره سهي ده . د جینوا په څیر د یوه  کوچني ریاست  د قومندان  باید  ستا په څیرد ستر  سالار د حکم لاندې  وي ….تا دشهنشاه  کسانو ته څه ځواب  ورکړ .


قاسم د هر وخت  څخه  پوره پوره  ګټه  اخستله ، او د نورټاس د غوښتنوو سره  سمه خبره  یی کوله . اوس نو نورټاس  په مکمله توګه  د هوا  په څپو سپور  شوې و.


« واه ،…واه….. فادر!  ته څومره نیک  انسان یی .  ته زما په دردونو  ښه  پوهیږي  ، دهغه وخته  راهیسې  چې  جسټیماني د قسطنطینې په لور  را خوزیدلې دې  د شهنشاه په سترګو کې  زما  قدر  را کم شوې دې . خو زه به  په دې  جنګ  کې شهنشاه ته  دا ډاګیزه  کړم چې زه  څومره ستر  سالاریم ……. هغوې  چې نن سبا  زمونږ په سرونو باندې  مسلط  شوې دې ….. هغوې ….. هغوې خو ته  ښه پیژنې  ….. زه دکارډینل  خبره کوم ……کاردینل  اسیډرو …. غلط او ناولې  انسان …..» سپه سالار نورټاس دخپلې نشې په وخت کې همغې  لور ې ته ولاړ   کومې ته قاسم دهغه  بوتلل غوښتل .  سپه سالار په خپله  دکارډینل  خبره  راوسپړوده . په دې وخت کې ورته قاسم وویل :


« ته د کارډینل  اسیډرو  په اړه خبره کوې . زه خو پخپله  په همدې لړ کې  تاته راغلې یم ، ته  خو خپل  غم او  درد د شرابو دڅښلو په نشه کې  له یاده  باسې ،خو  بطریق  اعظم  داسې  نه شې کولې ….. خداوند دې  خیر وکړي   ، معلومه  نه ده چې په شهنشاه باندې  څه شوي دي  چې  دقسطنطنیی دټولو  امراو  دسپکاوې  له  پاره   په منډو ترړو  کې مصروف دې .  دیوې خوا  یی تاته  حکم کړې  چې د  یوه کوچني  حنرال  جسټیماني  د استقبال  له پاره ځان  تیار کړې   اودهغه  تر مخه  ټیټ  شې  اودبلې خوا یی  په ایاصوفیا کې  ددواړو کلیساو  د ګډې غونډې درابللو   اعلان کړې دې  اوبیا  یی دهغې  مشري هم کارډینل اسټیډرو  ته روکړې ده . ته خوپوهیږې چې  کارډینل  د  دروم دکلیسا یو معمولي  مامور دې . په داسې  حال کې  چې دبطریق  اعظم  دنده  دټولې  عیسوې  نړۍ تر ټولو ستر  دنده  ده . همدا علت دې چې بطریق  اعظم  ډیر زیات  اندیښمن  شوې دې ، هغه  دلته زه  تاته  په دې خاطر  را  استولې یم  تر څو تا دبطریق اعظم د احساساتو څخه  خبر کړم . دهغه  فرمان دې  چې  د کارډینل  مشري به  د یوناني کلیسا  له پاره  د سپکوالي سبب وګرځی.


قاسم دهمدې خبرو دکولو وروسته خاموشه  شو .هغه دخپلو خبرو په وخت کې دنورټاس  مخ اوذهن هم  مطالعه کاوه . نورټاس پخپله یوناني و او سخت  مذهبي انسان و . په دې  اساس  د یوناني کلیسا دسپکوالې دخبرې د اوریدو سره سم  په غضب شو  او ویی ویل :


« هیڅکله هم  نه !  زه  به هیڅکله هم  د « دي هولي ارتودکس »  چرچ  سپکوالې و نه زغمم .  بطریق  اعظم ته زما  داپیغام  ور  ورسوه  چې   ته هیڅکله  هم اندیښمن کیږه  مه . بلکه  هغه ته زما له اړخه  دا مشوره ورکړه  چې  هغه  دې سبا  د ښار د ټولو  پادریانو اوراهبانو یوه ګډه  غونډه راوبولي اوپه هغې کې  ټولو چرچونه ته داحکم ولیږي  چې هغوې  دې په  ولس  کې د شهنشاه ددې  کار په  خلاف  غورنګ  پیل کړي . اوخلک  دې   راوګماري چې هغوې دې  دکارډینل  مشري  او در ومن کتولیک  د چرچ  برلاسې   په هیڅ  توګه و نه منی.»


قاسم په دې پوهیده چې سپه سالار  په  نشې کې  ډوب  شوې دې  خو دسپه سالار دمشورې  د اوریدو وروسته قاسم  داسې  و انګیرله چې  سالار د نشې څخه  راوتلې دې ،نورټاس  ډیر زیات  شراب  څښونکې و په دې خاطر  کم  نشه کیده .  قاسم دنورټاس د مشورې  څخه ډیر  خوشحاله شو   او نورټاس  یی ډیر وستایه  او   ژمنه یی ورسره وکړه  چې  هغه  به بطریق  اعظم ته د ګډې  غونډې دپیلیدو تر مخه  د یوناني کلیسا  د یوې  ځانګړې  غونډې درابللو  له پاره مشوره ورکوي ….


په  همدې وخت کې د قاسم په ذهن کې یوه  خبره  راغله  او په ډیرې  ښې سلیقې سره یی  د نوټارس  څخه  یوه ډیره مهمه پوښتنه  وکړه .«  درونده  سپه سالاره  ! که ته یی بده ونه ګڼې   نو زه  دخپل  ډاډ په خاطر  یوه پوښتنه کول غواړم  …… اوهغه دا چې  ایا مونږ د رومي  کلیسا د بسپنې   نه پرته دسلطان محمد  خان دځواکمن فوځ  دمقابلې  توان  لرو او که نه ؟ ….. زما مقصد  دادې  چې  له مونږ سره  اوس څومره  فوځ  شته .


دقاسم   دپوښتنې   په اوریدو  سره  نوټارس  یو  ناڅاپه  تک ژیړ شو ، دا سې  معلومیده  لکه  چا یی چې وینه زبیښلې وي ، په حقیقت  کې دا د سلطان  محمد د نوم داوریدو  ویره  وه ، ځکه نوټاراس  د عثماني سلطانیو په اړه  ډیر  ښه معلومات  درلودل.  خوبیا یی  هم  په  ډیر  احتیاط  سره  قاسم  ته ځواب  ورکړ .


« زمونږ سره  اوس خپل  پنځوس زره  فوځ  موجود دې . چې د نیمایی څخه  ډیر  یی  سپاره  فوځیان دې ، ددې نه  علاوه د قسطنطنیی د شاو خوا او یونان  د سیمو څخه  هم د همدومره  فوځ  د  راتلو  هیله  شته . او په  دې توګه  به زمونږ د فوځونو  شمیره د  سلطان محمد  د  فوځونو   په اندازه  برابره  شي . خو مونږ د سلطان څخه په یوه شي کې  ډیر  مخکې یو او هغه   زمونږ  بحری  ځواک  دې . ځکه  د عثمانیانو  سره نه بحري  ځواک  شته او  نه په  دې اړه کومه تجربه لري . دهغوې په مقابله کې  خو مونږ د بحر  په  منځ کې اوسیږو   اوپه بحر باندې  حاوي یو. او ددې ټولو نه  ستره  خبره داده چې  زمونږ  دیوالونه  دومره مستحکم دي  چې تر اوسه  پورې  ترې  کوم  فاتح نه دې  راتیر شوې  ..»


قاسم ترې  دډیرو  زیاتو  مهمو  معلوماتو د  اخستلو پروګرام  پیل کړې و. او په قسطنطنیه کې  ددې  مهمه دنده   هم همدا وه . کله چې  نوټاراس  د دیوالونو  مهمې  خبرې  ته ورسید نو قاسم  ترې  یو دم بیا وپوښتل :


« خو ما  اوریدلې دي چې دښار  دیوالونه  په یو شمیر  ځایو کې ناکاره شوی دي ….. ایا دا سهي خبره ده ؟ »


« هو !  دا سهي ده   ، خو  اوس په ډیره بیړه دهغو نا کاره  ځایونو  جوړښت  روان دې …… مونږ  به دمسلمانانو په  لاسو  مات  نه کړل شو .  ځکه چې په قسطنطنیه  باندې دیسوع مسیح  سیورې دې .


ته خو پخپله  فادر  یی اوله ماڅخه په دې خبرو  ښه پوهیږې .  نوټاراس  دخپل   ذهني اوزړه  د ډاډ په خاطر  د مذهبې  برکتونو  په لور مخه کړه . قاسم کله  دا  فرصت له لاسه ورکاوه . سمدلاسه یی ترې  وپوښتل :


«  ولې  نه ! په کوم  ښار کې  چې دایاصوفیا په څیر  ستر مرکز  وي  نوپه هغه ښار باندې به  څه ډول  مصیبت  راشی .  زه تاته په پوره ډاډ سره ویلې شم  چې داښار به  د دنیا تر پاې ته رسیدو پورې  همداسې  خوشحاله اواباد  پاته وی …»


« افرین !  ځوان  فادر ! ….. ستا  حوصله  ډیره ستره  ده . …. زه ډاډ من  یم چې مونږ به د رومن کتولیک د چرچ  تر مخه د سپکاوي څخه خوندي پاته شو .»


په همدې توګه  خبرو  کولو کې د وخت  دتیریدو  فکر هم چاته  نه و پیدا شوې . حال  دا چې ډیر زیات وخت  تیر شوې و . قاسم دنوټاراس څخه  ډیر زیات مهم   معلوماتونه  تر لاسه کړي و،  قاسم  له همدې  ځایه هوډ وکړ  چې همدا نن شپه  به د سلطان  په  نامه یو اوږود لیک  چې دغه ټول معلومات  په کې  درج  شوي وی  لیکي .


کله چې  قاسم د نوټاراس  د خوني څخه بیرته ستون شو  نو سونیا یی په کمره کې  منتظره ناسته و ه. هغې لمبلي  و او نوي کالې  یی  په ځان کړي و  تر څنګ  یی د سترګو د بڼو له پاره هم  ځانګړې تور  رنګ استعمال کړې و. سونیا  راهبه  نه وه  بلکه یواځې یوه خدمتګاره وه . خوبیا د ایاصوفیا  د چرچ په څیر  یو عبادتځاې  کې دهغې  دغه ډول  ځان  ښایسته کول  څه  حیرانونکې  معلومیدل . خو  قاسم   په هدف  دخپل  غشي په لګیدو باندې  په زړه کې ډیر  خوشحاله و ، سونیا  په  دې خاطر  دومره  ځان  جوړ کړې و اوراغلې  وه  چې قاسم یی د ښایست اوښکلا  ډیره  ستاینه کړې وه . خوبیا هم   قاسم   ته په خپله  کمره کې د سونیا منتظر پاته کیدل  دحیرانتیا  وړ  و . خو  هغه  خپله  پخوانۍ  رویه  په ځاې  وساتله او د سونیا  څخه یی وپوښتل :


« سونیا ! که  ته ځان  داسې  ښایسته  او ښکلې کړې  نو د کوم  لیوني  په سترګو  کې به راشې . زه خو وایم چې دخپل  ځان خیال و ساته …… او هو !  په دې وخت کې زما خوني ته څنګه راغلې  یی ؟»


دقاسم د خبرو لمړۍ برخې  سونیا ته نوره  هم خوشحالي  او فرحت  ور بښلې و. خو په ناڅاپی توګه  یی  خپله دنده ورته  رایاده شوه او قاسم ته یی وویل : « زه  خو دبطریق  اعظم په حکم دلته راغلې یم ، هغه  ویلي و  چې تاته ووایم چې کله   هم  راستون شوې  نو له ماسره یو ځل ووینه . »


قاسم د یوې  لمحې له پاره  په  فکر کې  شو   اوبیا یی د لږ څه  فکر کولو وروسته د بطریق اعظم د کتلو له پاره  هغه لورې  ته  مخه کړه . وروسته  ورپسې  سونیا  ورغږ کړ .


« بطریق  اعظم  زما څخه  ستاپه  اړه هم پوښتلی و…»


قاسم   ددې خبرې  په اوریدو سره تم شو . او بیا  یی سونیا ته  مخ کړ او ورته یی  وویل  چې له تاڅخه یی  څه پوښتلي و : اوبیا تا ورته  څه  ویلي دي .؟»


« ما هغه ته وویل چې تاسې د یسوع  مسیح ددین  ریښتونې  خادم   اومخلص  عیسوي  یاست . ستاسې په زړه کې د قسطنطنیی د خوندي ساتلو له پاره  پوره ولولې  شته اوتاسې بلکل  یو ریښتونې  او میړنې انسان یاست  …..ایا ما ورته  سهي خبرې کړې  دي ؟»


اوس  نو قاسم  ډیر حیران  پاته  و ، ځکه  هغه   فکر هم نه کاوه   چې ددومره  لږې  ستاینې په اساس  به  سونیا   پرې دومره  فدا کیږي . د بله اړخه  هغه اندیښمن  هم شو  چې هسې نه چې دغه  پیغله  پرې  ځان  مین  نه کړي . دهمدې  فکرونو په اسا س هغه  سونیا  ته  د لمړي ځل  له پاره  لږ  څه   دروند ځواب   ورکړ .


« سونیا !  ستا نه ډیره  ډیره مننه  . چې بطریق  اعظم  ته دې  ریښتیا  ریښتیا خبرې کړې  دي .»


قاسم دخپلې  خونې  څخه ووت او سونیا یی تر شا  ورته په  خوږو   خوږو   سترګوکتل .


بله ورځ  د قاسم  له پاره  ډیره  مصروفه  ورځ  وه ، بطریق  اعظم د نوټاراس  په سلا  دیوناني کلیساو  د راهبانو اوپاد ریانو  غونډه رابللې وه . قاسم د بطریق  اعظم په حکم  باندې د ضروري کاغذونو  په راټولو  اوجوړولو کې مصروف و . ځکه  بطریق  اعظم   دیوناني کلیساو   راهبانو  ته دشهنشاه دهر  تیرې په  اړه  ثبوت  وړاندې کول  غوښتل .  دبطریق اعظم  اغیز او رسوخ د کوچنیو  کوچنیو پادریانواو راهبانو په واسطه   په عوامو کې  پوره خپور  شوې و .  او دا  همغه  دور   و  چې په  « روم »  کې  دپوپ  ځواک  د شهنشاه  د ځواک  څخه    زیات و  ، اوهمدې  وخت  ته د اروپا د زوال وخت  هم وایی .


مذهبي  کرکه اونفرت  خپل اوج ته  رسیدلې و .  لا تر دې  وخته پورې د «مارټن  لوتر »  ډله  نه وه  را پیدا شوې .  دروم  پاپ  نه یواځې د ټولې اروپا  روحاني  مشر و  بلکه  د ټولو  سرو اوسپینو مالک هم و . په دې وختو کې د روم د کلیسا  عدالت  په عوامو  باندې هر ډول  ظلم او تیرې  کاوه . عیسایت د هوس پالو مذهبی  مشرانو د لوبو  اله  ګرزیدلې وه . او د اروپا  مذهبی  مشران   دبې لاریو  ښکار شوي و ، دبیا راپورته کیدو  د وخت  نه  نژدې  دوه  پیړۍ مخته  اروپایی  عیسوي  پادریان  د ظلم ، تیرې  اوهوس    بندګان  و .


په  دیارلسمه  عیسوي  پیړۍ کې  د سسلې  او جرمني  په  پادشاه ( فریډرک ثاني ) باندې  د روم پوپ د کفر  فتوې  ولګوله .  پر هغې  د الزامونو په  لیست کې  دا هم و چې   هغه  هره ورځ دمسلمانانو په څیر  غسل کوي ،  د مردار و اوخیرنو کالیو د اغوستلو  په پایلو کې به  د سپږو   دومره  زیاتوالې  راپیدا کیده چې  د «کنټر بري »  لاټ  پادري  به کله  بیرون  وت  نو   په  قبا  به  په سلګونو سپږې     له ورایه  معلومیدې .  تر  ۱۰۲۰   پورې   د لندن په بازارونو کې د انسانانو غوښې  پلورل کیدې . د روم   د پاپا عدالت   دخپل  جوړښت په همغه لمړي کال   دوه  زره کسان   ژوندي وسوځول  اوپه  لسو کلونو کې یی  اویا زره کسان  په اور کې  ور واچول . دفرانسې  مشهورې  ازادی  غوښتونکې  ښځې  « جون  اف  آرک » هم   په  ۱۴۳۱  کې  په همدې ډول  سزا  محکومه شوې وه . داخلاقو معیار  دا و  چې دهغوې  د لمړنیو پادشاهانو  څخه  یی  پنځلس  همجنس  پاله  و.


قاسم  په خپله کمره کې  د نن  ماښام  د غونډې  له پاره د اسنادو د راټولولو په کار  کې  مصروف  و . چې په دې وخت  کې  شعله  کونکي  سونیا  یو ځل بیا کمر ې ته  راننوتله . د راننوتلو سره سم  یی  دروازه  د ځآن پسې و تړله . هغه په یوه منډه  راغله او دقاسم په پښو کې کیناسته . قاسم  هغه  وخت  ډیر  وارخطا شو  چې ویی کتل  چې سونیا  ژاړي……قاسم ترې  وپوښتل :  څه درپیښ  شوې  دي …. سونیا  همداسې  ژړل  او  قاسم  خپل  سترګې  پټولې او همدا یی  ترې  پوښتل چې  : چل  څه شوې دې ؟  لږه  شیبه وروسته قاسم په خپل  حال  شو  او سونیا ته   یی مخ کړ  : « سونیا  !  څه  در پیښ شوي دي ؟ ولې  ژاړې  ؟  چا درته څه ویلي دی؟»


« نه !  درونده میلمه ! ماته  هیچا هم څه   نه دي ویلي  ، ماته چې هر څه ویلي  دی  هغه تا ویلي …..زه اندیښمنه  یم ، ماته ټوله شپه خوب  نه دې راغلې . …زه  نه پوهیږم چې زه  څه وکړم  ؟…»


قاسم د سونیا په  ناروغتیا  پوه شوې و . هغه  حالاتو  وهلی  یوه غمژنه پیغله وه . دهغې غوږونه  دنرمې  لهجې  او دمحبت نه ډکو الفاظو  اوریدو ته تږی  و . هغې   ته چې په  ژوند کې هر څوک  مخې  ته راغلې  نو د جنسي هوس  له پاره  یی استعمال کړې ده  ، هغه  د سترو  سترو  راهبانو اوبطریقانو د پټو رازونو څخه  خبره وه . ان تر دې چې دغه زوړ  ستر  بطریق  هم   سونیا  سلامته  نه وه پریښې . خو هیچا هم د سونیا  زړه  نه و راسپړودې  چې وویني   چې هغه  څومره  زخمې دې . پرون   چې  قاسم د خپل  مقصد  له پاره  دسونیا سره  څو نرمې  خبرې وکړې  اوهغه  یی وستایله  . نو هغه  ګیچ  پاته شوې وه . دهغه په زړه  څه داسې  هیجان  راغلې و  چې  ټوله شپه یی  یوه لمحه هم   خوب ته نه وه  پریښې . تر څنګ  یی  دقاسم انځور  د سترګو تر مخه  ایښوول  شوې و ، هغه دسهار  څخه  تر اوسه  پورې  په خپله کمره کې ناسته وه اوپه خپل  قسمت یی ژړل .  هغې خپل ځآن ددې  ځوان   لایق  او وړ  نه ګاڼه  چې ددې لورې ته  یی التفات  کړې و. هغه د قاسم په پښو کې ناسته  وه اوژړل یی  ، کله یی چې  ښه وژړل  نو سمدلاسه پخپله په خندا شوه ، دا نو ډیره  عجیبه  منظره وه ، دهغې سترګې  لا  د ژړا  څخه لمدې وې  اوپه مخ   یی د اوښکولیکې  نه  وې  خرابې شوې  خو اوس  یی دیوه معصوم  کوچنی په څیر  په خندا لاس  پورې کړ …..قاسم فکر کاوه چې  دا  دایاصوفیا خادمه نه بلکه د اسمانه  راغلې کومه  پریښته ده .


قاسم هم دهغې  ددې خلوص  څخه  په خندا شو ، ته خوسونیا ډیره  عجیبه  پیغله  یی ، هم  ژاړې اوهم  خاندې . پورته  شه  او دروازه  پرانیزه اوبیرته راځه . دغسې  په بنده دروازه کې  کیناستل  ښه نه بریښي .


سونیا ته دقاسم دمحبت او مینی  نه ډکه  لهجه  ډیره  خوښه  شوه  ، سمدلاسه ولاړه  او دروازه  یی پرانسته ، خو هغې  ددروازې کنجي و ګرزوله ، ددروازې کومه پله یی  خلاصه نه کړه . بیرته دقاسم مخې ته راغله او دشرارت   نه په  ډکه  لهجه  یی ورته وویل :


« ایا  سسټر میري  ستا  ډیره خوښیږي ؟ زه به یی در ته  ووایم  چې  سسټر میری  زما هم ډیره  خوښه ده . زه د ورځې  یو ځل نیم  دهغې کتلو  ته هرو مرو  ورځم . هغه  زما سره د یوې خور په څیر  ناسته پاسته کوی ، دهغې سره  دناستې په وخت  کې  زما ټول غمونه  له منځه ځي »


دمارسی د نوم په  یادولو سره  د قاسم  زړه  بل لورې ته ولاړ. دسونیا دا خبره چې هغه د ورځې  یوځل  د سسټر میري  لور ې  ته ورځې  د قاسم  له پاره  ټکان  ورکونکي وه . په دې وخت کې  یو ناڅاپه دقاسم په زړه کې یو عجیب  فکر  راپیدا شو . قاسم تر یوه وخته  پورې په خپل دغه  فکر  کې  ډوب  و اوبیا  کومې پریکړې ته ورسید او د خپل ځان  سره یی و خندل . لږه شیبه وروسته هغه دخپله ځایه  پورته شو او دخپل سامان  څخه یی د مارسی  ګوته  راوویستله . که څه هم  هغه   په دې فکر کې  شو چې دهغه ددې  اقدام  څخه  به  بې چاره  سونیا نوره  هم  په غلط  فکر کې ولویږي، تر یوې  لمحې یی صبر وکړ خوبیا  یی خپل ستر مقصد  په فکر  کې راوست او ډاډمن شو ، هغه یو دوه  قدمه د سونیا په لور ورغې اوبیا  یی  دمارسی  ګوته دسونیا په  لور ور  نژدې کړه او په ډیر اخلاص  یی ورته وویل :


« سونیا !  زه یو راهب  یم …..تاته  خو جسماني محبت  نه شم درکولې ، خو د خپل ورحانې  محبت  تحفه تاته درکوم .   له تانه  هیله  لرم  چې  پر ماپورې  به خپل امیدونه   نه  تړې  .ځکه  چې ته خو پوهیږې  چې یو راهب  محبت  کولې  شي  خو  واده  نه شی کولې ….. دا  واخله  اوپه ګوته یی کړه ….»


دسونیا حالت دکتلو  وړ و . د قاسم خبرې دسونیا په غوږونو  کې د سختو  نیشه کونکو شرابو په څیر  ور پریوتې  او هغه یی  زړه بایلیدونکې  کړه . دهغې  سترګې د عقیدت  په نشې کې  ډوبې شوې  اوشونډې یی د احساساتو  له  مخې  په رپیدو شوې ، دخپل نصیب  څخه  په ویره کې شوه . ځکه نن قاسم هغې ته  ګوته  د تحفې  په توګه ورکړه  ،ګویا هغه یی   دمحبت  په غشي وویشتله .هغې خپل لاس  ورمخته کړ  او د ګوتې د په ګوته کولو له پاره یی خپله ګوته  هم رامخته کړه .   کله چې  دقاسم لاس دهغې په نرمې او نازکې  ګوتې  ولګیدنو دسونیا  په بدن  کې  د لړزیدو په ځاې  ارام او سکون  راپیدا شو . هغې ته داسې  ډاګیزه  شوه چې  قاسم دهغې د لاس  اوګوتې په نیولو سره  هغه د نړۍ د جهنم څخه رابیرون کړې ده. دهغې د سترګو څخه د اوښکو دوه  ستر  ستر څاڅکې  لاندې په  فرش  باندې را توې  شول . سونیا ته  داسې  څرګنده شوه  لکه د نړۍ  ټول  بار یی  چې د اوږو څخه  پورته کړل شوې وي .


په همدې وخت کې چې قاسم سونیا ته ګوته په   ګوته کړه   نو دقاسم د کوټې   دروازه  په  غږ  سره پرانستل شوه او یو  اجنبی  وګړې  دهغه کوټې ته راننوت ، د دې اجنبی په  کتلوسره دقاسم  اوسان  وار خطا شول ، سونیا  هم  په وارخطایی سره یوې  لورې ته  ودریده.  ځکه چې  په دروازه کې  په خپل سره راننوتې  اجنبي  قاسم  ته په  کرکجنه  توګه کتل . دا پنځوس کلن  زوړ  وګړې  خو د ځواکمن وجود  خاوند و . قوې  سترګې  یی  درلودې  ، سترګې  یی  داسې  سرې  وې  لکه چا چې په  کې   د اورتکې سرې  سکروټې  ایښودې وي . دبطریق په څیر  کالي یی په ځان و  اوپه لاس کې یی  امصا نیولی وه …. دا شاګال  و ….. د ایاصوفیا  پیرې …. سونیا به ورته د ایاصوفیا  پیرې  وایه …. بلکه  سونیا په ریښتیا هم هغه  د پیرې  په څیر منلې و . ځکه هغه به  د ورځو  ورځو  راهیسې ورکیده  ، هیجاته  به یی په اړه معلومات  نه و  چې شاګال  چیرې تللې دې ؟ اوبیا  به یو ناڅاپه په ایا صوفیا کې  را څرګند شو، دهغه په اړه  یوه خبره ډیره مشهوره  وه چې هیڅوک د شاګال  په سترګو کې  سترګې نه شي  ور ننویستلې . ان تر دې چې  د بطریق  اعظم پورې د پورته مرتبې خلک هم د شاګال  دسترګو څخه  ځان تیروي . دخلک  ګمان خودا  هم و چې دشاګال  په  سترګو کې  د یوې  دقیقې  له پاره  د سترګو ننویستل  انسان  له منځه وړي ، هغه انسان  بیا په  څلورویشت ساعتو کې له منځه  ځي …  داخبره څومره سهي  وه او څومره غلطه … خو دسونیا تر مخه  شاګال  یو دوه کسان په همدې توګه له منځه وړي و،  شاګال  به عادتا  خاموشه و . دهغه څیره   د رازونو څخه ډکه وه او هر انسان  به  چې ورته ډیر وکتل  هغه  به  د ویرې اودهشت سره مخامخ  کیده . په چرچ کې نورو  خلکو هم دا ګمان کاوه چې شاګال انسان  نه دې بلکه دقسطنطین  پیرې دې  چې  عمر یی  ددرې سوه  کالو څخه ډیر دې . او دقسطنطنیی د خوندي ساتلو له پاره د  خداوند یسوع  مسیح  له اړخه  ټاکل شوې دې . د هغه  د اوږود عمر دباور کونکو دلیل دا و  چې  هغوې  دغه شاګال  د تیرو  ډیرو  کلونو راهیسې په همدغه شکل  سره ویني .  دبطریق  اعظم  تر څنګ  د یو شمیر  سترو  خلکو فکر هم  همدا و  چې شاګال  پیرې نه دې  خو دا یی منله چې شاګال د  پټو  ځواکونو  مالک دې او د تور جادو خاوند هم دې .


شاګال  په داسې  وخت کې  دقاسم د کمرې  دروازه  پرانسته  چې قاسم  سونیا ته ګوته ور په لاس کوله . خودهغوې  بخت  ښه و چې  د دروازې  د پرانستو اواز  سونیا او قاسم واورید اوقاسم  سمدلاسه  د سونیا څخه  خپل لاس  راښکود. قاسم ته د  شاګال تر  شا  خپل خادم ډیوډ  هم تر  سترګو  شو ، او ډیوډ ورته  هم د رازونو ډک  انسان  معلوم شو . سونیا خو شاګال  پیژانده  اما  قاسم  هغه د لمړي ځل  له  پاره کوت . ځکه  شاګال  دقاسم داجازې پرته دهغه خونې ته راننوتې و . دهغه تګ لکه  د هندوستان  دسوامیانو په څیر و ، دتلو په وخت کې  یی  د انسان د قد په اندازه  امصا په زمکه وهله  او دکمرې  منځته راغې . دهغې  د سترګو  څخه را پورته کیدونکې حرارت   قاسم  هلته په خپل  ځان کې محسوساوه .  هغه دقاسم  مخې ته راغې  او  دهغه  تر مخه  خاموشه و درید. لږه شیبه  کې یی د قاسم په سترګو کې  خپلې سترګې ور ننویستلې ، قاسم ته دشاګال  دغه  ډول  راتګ د زغم وړ  نه و . په دې خاطر  قاسم هم  دغصې نه ډکې  سترګې د شاګال په سترګو کې  ور ننویستلې ، خو  لږه شیبه کې قاسم ته  داسې ډاګیزه شوه چې دهغه تر مخه انسان  نه بلکه کوم شیطان ولاړ دې . قاسم د شاګال د سترګو  څخه د راوتلي  حرارت  په اساس ناارامه شو  اوخپل  وجود  یی دخپل وزن څخه ډیر  دروند احساساوه .


پخوا  له دې چې قاسم دهغه  د سترګو  دحرارت  ځواک  له  لاسه ورکړي اوخپلې سترګې  ترې  را واړوي ، اندیښمنې  سونیا  رامنډه کړه   اوقاسم   یی  پورې  واهه  او د شاګال د  سترګو څخه  یی لرې کړ  اوبیا  یی په  لړزانده  اواز  سره وویل :


« دا  بطریق  شاګال نومیږي …..دهغه  په سترګو کې سترګې ننویستونکې  ژوندې  نه  پاته کیږي . هغه د زرګونو  پیریانو  ځواک  لري …..»


سونیا ددې نه اخوا  نور   څه و نه شو ویلې . ځکه چې دشاګال  څیرونکې سترګې په هغې  ور ونښتې ، معلومه  نه ده چې  قاسم ته  څنګه معلومه  شوه  چې د شاګال  شاته دهغه  خادم   په خندا  دې  خو قاسم  تر ډیره پورې  خپله غصه  پټه نه کړاې شوه  اوشاګال ته یی وویل :


« درونده بطریقه !  تا  به ماته حکم کړې  وې  چې زه په خپله   ستاسې خدمت کې حاضر شوې وې.  دغه ډول  ، د یو چا کمرې ته ، دهغه داجازې پرته   ور ننوتل  ښه  نه ښکاری ….»


« هو هوهو!  …..تا سهي خبره   وکړه ….. ما تاسې دواړه  هسې په هسې  پریشانه کړئ … خو زه حیران  یم چې په قسطنطنیه باندې   دمرګ  ویره  را خپره شوې ده  او تاسې دواړه د ایاصوفیا په پاکو  حجرو کې   رومانس  ته ملاتړلې ده …..  ما اوریدلې دې چې  ته  د تهریس څخه راغلې یی . ایا دا ریښتیا دي ؟ »


اوس نو دقاسم  غصه  یو ناڅاپه په هوا کې  ولاړه  او دپښولاندې  یی زمکه  وښویده . ځکه د شاګال په  لهجه کې  دګیدړو په څیر  مکر  اوفریب  پټ  و .  قاسم ته دا لهجه  ډیره   پر اسراره  ښکاره  شوه . خو ځان  یی سنبال کړ او  ویی ویل :


«بلې ، هو …….دا ریښتیا دي ؟ »


« دا خو ډیره  ښه خبره  ده …..تهریس  خوزما ډیر خوښ  دې .. زه  ډیر وخت د تهریس کلیسا ته ورځم ….. حیران  یم  چې تاسره  مې ولې هلته   نه  دي لیدلې …..»


اوس  به قاسم  څه ویلې  واې . هغه د خپل ځان دخلاصون  له پاره  خبره شاته وغورځوله «  په حقیقت کې  به زه  ډیر  وخت  په ځانته عبادت کې  مصروف  ووم ،  او د ډیرو خلکو سره به   نه  شو کتلاې ، دا خو زما ډیره بد قسمتي ده چې ما  هلته له تاسره  نه دي کتلي ….»


« هووووو! …..دا ریښتیا هم ستا بدقسمتي ده …خیر ! اوس  خو زما  اوستا تر منځ  لیدنه   وشوه  نور نو ته بدقسمته نه یی ….  زه  به یو ځل  بیا له تاسره  وینم . د څه  ضروري خبره  له پاره  …. زما  منتظر اوسه ..»


قاسم  ته  داسې  ډاګیزه شوه لکه شاګال  چې  ګواښ  ورته کوي . خوبیا  هم  قاسم  ورته مسکې  شو او ورته یی وویل : « ضرور  ضرور …..زه به ستا انتظار کوم »


شاګال لکه څنګه  چې راغلې و  همغسې د خونې څخه بیرته ووت . خو ډیوډ په خپل  ځاې ولاړ پاته شو .  قاسم  ډیوډ ته   مخ کړ او ورڅخه  یی وپوښتل «  ایا بطریق  همداسې وي ؟   انسانیت  ته د محبت  د درس  د ورکولو له پاره دیسوع  مسیح  راهب  دغسې  نه وي،  دا  موصوف دایا صوفیا  سره  د څومره مودې راهیسې  اړیکی  لري ..»


« په دې خو هیڅو ک  نه پوهیږې  ، د هر چا څخه  چې پوښتنه  کوې   وایی  چې  شاګال  یی دهمغې  لمړۍ ورځې  څخه همداسې  کتلې  لکه  دا  اوس  چې دې .»


معلومه نه ده چې  قاسم  ته  څنګه  څرګنده  شوه چې  ډیوډ  هڅه کوي قاسم د شاګال  څخه  وویروي ،  قاسم د ډیوډ په خبرو  باندې  په  مسخریی توګه  و خندل « ښه ، ډیر ښه  ، سهی  ده . تاسې  ولاړشئ  ، زه د غونډې له پاره څه ضرور  کار  ترسره کول  غواړم …»


سونیا غوښتل  چې تم شي . خو قاسم  دواړو ته د بیرته تللو حکم  کړې  و . نو هغه  هم مجبورا  دهغه ځایه ولاړه . کله چې هغوې دواړه  ولاړل نو قاسم   پورته  شو او  د خپلې کمرې دروازه  یی  له دننه   څخه  بنده کړه . اوبیا  په خپلو کارو کې  مشغول شو . هغه سر ښکته کړې و او څه  یی لیکل  چې ټکان  یی وخوړ  او فکر  یی وکړ چې  شاګال  یی تر مخ  ولاړ دې اوپه  ډیرو  بدو  سترګو  هغه څاري … قاسم  سر راپورته  کړ  ، مخته یی وکتل خو څوک  یی  و نه میندل . خو دا د قاسم  وهم  و . قاسم  خپل ځانته په قهر  شو او له ځانه سره  یی وویل چې  د یوه  مؤمن په صفت  د یوه شیطانه  ویره  احساسوی . اوبیا  بیرته په خپلو کارو کې مشغول شو .


کله چې سونیا خپلې کوچنۍ  شانته خونی ته راغله  نو  زمکې  ځاې  نه ورکاوه . هغه   دقاسم  له اړخه  ورکړل  شوې  ګوتې  ارام ته  نه پریښوده ، خپلې کمرې ته د راننوتلو سره سم  یی  د کمرې  دروازه و تړله . اودقاسم  له اړخه  ورکړل  شوې  ګوته یی  په لاس  کې  را واخسته  او په  ډیره مینه یی  ورته کتل . بیابیا یی   هغه ګوته  ښکلوله  اوبیا بیا  یی  په خپلو سترګو مخښله . اوبیابیا به یی خپل  پخواني ترخه  یادونه  را یادول  او دسترګو څخه  به یی  پرې اوښکې تللې. هغې  خو چرچ ته  پناه  راوړې وه . خو دلته په راتلو سره  یوه  یوه راهب  په  جدا جدا  توګه دهغه ابرو او عزت  له منځه  وړې و ، دا چې  دغه د خلکو  ترمخ  د اوږدو اوږدو ویناو کونکي  دخداوند یسوع  مسیح  یواځې  په  نوم  راهبان  دپاکو اوسپیڅلو پیغلو  دلوڅو  جسمونو څخه  څه ډول  ګټه اخلي ، دا خبره  سونیا  ته  دلته  چرچ  ته د راتلو وروسته  معلومه شوه .  هغوې  چې   د غمونو د پریښودو  له پاره  دلته راغلې  وې  ، خو په ایاصوفیا کې ورته دهغې نه زیات  غمونه  منتظر  وو . هغې چې کله په ایاصوفیا کې  خپل  لباس  لویدلې وکوت  نو ډاډمنه  شوه  چې  په نړۍ کې ورته   دعزت  د خوندي کیدو له پاره  دپناه  هیڅ  ځاې  ځیږې  نه  شته. همدا علت و چې هغې خپل ځان د ایاصوفیا  د شرایطو په مطابق  ور  وغورزاوه .


خو نن  ورته قاسم  دخپلې مینې  نښه  ،ګوته ،  د تحفې په څیر  ورکړې   وه  اوهغې ته یی  یو ځل  بیا ژوند وربښلې و . اوس  نو  هغې په ایاصوفیا کې په خپل  تیر ژوند باندې  افسوس کاوه . کاش  چې هغې  خپله ابرو او عزت  خوندي ساتلې وې  نو نن  به یی  د ایرون   په پښو کې  هر څه   په پوره ویاړ  سره   قربان کړې وې ، همدا پيښمانې دهغې  په زړه اودماغ  کې  راګرزیده  ، ډیره پریشانه  وه   خو د قاسم  له اړخه  ورکړل  شوې تحفې  به   بیرته خوشحالیو ته را  ستنوله . څومره زیاته چې هغه  نن  ناقراره وه   په خپل ټول ژوند   کې پرې دومره  ناقرار ي نه وه راغلې. په همدې وخت کې  یی په ذهن کې  د سسټر میري  روڼ مخ  هم  را وګرزید . په داسې وختو کې  یواځې  سسټر میري وه  چې  هغې ته یی حوصله  ورکولې شوه . هماغه وه چې  سونیا  خپل  سترغلي  پاک  کړل  او دسیسټر میري  په  لور د تللو  له پاره یی ځان  تیار کړ .


نن  د سیسټر میري په دروازې کې دهغې  مریدانې  ښځې  یوه  هم نه وه .ځکه دهغوې  له پاره یواځې د  خالي اویکشنبي ورځې  مختص شوې وې . او نن  ددوشنبې ورځ وه . سونیا په ډیره   کراره توګه د  سسټر میری دروازه  و ر وټوکوله . او کله یی چې  ځوابې  اشاره  تر لاسه کړه  نو  دننه ور ننوتله .


سسټر میري  په خپله کمره کې ناسته وه  اودخپل عادت په مطابق  یی یو عجیب اوغریب  کتاب  لوست  . دسونیا په کتلوسره  یی هغه کتاب  بند کړ او هغه  یی په یوه صندوق کې  کیښود او د سونیا سره د کتلو له پاره راپورته شوه . سیسټر میري  سپین کالی اغوستی واومخ  یی د وقار او  رعب  نه ډک و . دا د «ایاصوفیا » یواځنۍ  راهبه وه  چې تر اوسه  یی کوم نارینه  ځانته  نژدې نه  و پریښي …. هغې دهمغه لمړۍ  ورځې  څخه  دیوې  عبادت کونکې  راهبه  شکل او بڼه اختیار کړې وه ….. دا  پخپله مارسی وه .


مارسي  سونیا په ډیره مینه  دخپلې  سینې سره  رایوځاې کړه  اوپه  خپل  څنګ  کې یی کینوله  اوبیا یی ترې  وپوښتل :


پرلپسی لري ….