د حکومتي چارواکو په وینا په نيپال کي د یوې وړوکي الوتکي د رالوېدو له امله ۱۹ تنه سپاریان واړه له منځه تللي دي .
ویل کیږي چي یو تن ژوندی وموندل سو، ژغورونکو ډلو ژر تر ژره تر روغتونه ورساوه، خو باالاخره یې د زخمونو له کبله خپل ژوند دلاسه ورکړ.
د ګرځندويی د چارو د سرمنشي “Ganeshraj Joshi” په وینا په الوتکه کي د درېیو کسانو اداره کوونکو په ګډون لس تنه هندیان، دوه امریکایان، یو جاپانی او شپږو نيپالیانو سفر کاوه.
د الوتکي د رالوېدو د علت د په ډاګه کولو لپاره څېړني دوام لري .
د یوه عیني شاهد په وینا الوتکي د رالوېدو ترمخه په “Bisankunarayan” نومي کلي کي د یوه کور د بام (پورتنۍ طبقه) سره ونښته .
د نیپال غوندي غرني هیواد کي دالوتکي ورته پيښي په تکراري ډول رامنځته کیږي . د تېر کال په ډسمبر کي د مسافر وړونکي الوتکي د رالوېدو له امله ۲۲ تنه له منځه ولاړل .
همداراز د تېر کال په اګسټ کي د خرابي هوا له کبله د الوتکي د رالوېدو په نتیجه کي ۱۴ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه