په زابل ولايت کي هم د نورو ولايتو په څېر د سولي د عالي شورا د رئېس استاد برهان الدين رباني د فاتحې مراسمو د زرګونو کسانو په ګډون کولو سره ترسره شول .
په دې مراسمو کي د دې ولايت والي ، مرستيال ، امنيه قوماندان ، د ملي اردو قوماندان ، د ملي امنيت رئېس او نورو ګډون کړى ؤ .
په ياده غونډه کي د دې ولايت والي محمد اشرف ناصري زياته کړه چي د سولي د عالي شورا د رئېس لار به تقيبوي او سوله به هېواد ته راولي .
د يادوني وړ ده چي د نوموړي فاتحه په يوشمېر نورو ولايت کي هم واخستل شوه .
برهان الدين رباني د يوه ځانمرګي بريد په پايله کي د تېري سې شنبې په شپه په خپل کور کي ووژل شو چي د وژني مسئوليت يې تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى .