د خوست ولايت سيميز امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په يعقوبيو ولسوالي کي د بهرنيانو په هوايي بريد کي دوه ماين ښخوونکي وژل سوي او دوه تنه نور ژوبل سوي .
د دې ولسوالۍ ولسوال انجنير قيوم پېښه تاييدوي او وايي چي په دې عملياتو کي يې يوشمېر سپکي وسلې هم نيولي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي .