په کندهار کي د سولي د عالي شورا رئېس برهان الدين رباني فاتحه د يولړ مراسمو په ترڅ کي واخستل سوه .
ياد مراسم چي د کندهار ښار په منډيګګ ماڼۍ کي جوړ سوي ول پکښي د کندهار والي ، د والي مرستيال ، امنيه قوماندان ، د ملي امنيت رئېس او نورو دولتي چارواکو ګډون کړى و .
د نوموړو ګډون والو په وينا چي نوموړى يو دلاور کس ؤ او د سولي په راوستو کي يې هلي ځلي کړي وې .
ياد مراسم د ورځي پر لس بجې پيل او پر دوولس بجې پاى ته ورسېدل .
برهان الدين رباني شاوخوا ٥ ورځي وړاندي په خپل کور کي د يوه ځانمرګي بريد کوونکي د بريد په پايله کي ووژل سو او د نوموړي د مرګ مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى .