کور / تازه خبرونه / کندهار : ترافيکي پېښي مرګ ژوبله اړولې

کندهار : ترافيکي پېښي مرګ ژوبله اړولې

د کندهار ښار په چوڼۍ سيمه کي د يوې ترافيکي پېښي له کبله يو ماشوم وژل سوى او دوه تنه نور ژوبل سوي .
د دې ولايت د ترافيکو مدير ښاغلى سمونوال محمد الله خان د پېښي پخلى کوي او وايي چي پېښه د تېري جمعې په ورځ رامنځ ته سوې او لامل يې د موټر زيات ګړندي توب په ګوته کوي .
نوموړى وايي چي پېښه د يوه رېنجر موټر او موټر سيکله تر منځ رامنځ ته سوې .
د نوموړي په وينا چي رېنجر موټر د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ اړوند دئ .