د یمن په مرکز صنعاء کي د حملې له امله لږ تر لږه ۱۷ کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړئ او ۵۵ تنه نور زخمیان سوي دي .
پېښه یمن ته د جمهور رئیس علي عبدالله صالح تر راتګ یوه ورځ وروسته رامنځته سوې . د یمن ولسمشر د روان کال د جون پر درېیمه پر جمهوري ریاست د حملې له امله زخمي سو چي ورپسې یې دستي سعودي عربستان ته د درملني لپاره سفر وکړ . اوس یې تر راتګ وروسته لاریون کوونکي د سختي حملې سره مخامخ سوه . ځیني په دې عقیده دي چي یمن ته د نوموړي بیرته راتګ د داخلي جګړې د دوام مهم علت دئ او د ولسمشر حضور به په دې لاره کي نور هم مهم رول ولوبوي .
د انقلابي میدان په یوه روغتون کي ډاکټر محمد القباطي د AFP خبري آژانس ته ویلي چي د وروستی حملې په نتیجه کي ۵۵ تنه زخمیان سوي دي .
دغه راز عیني شاهدان زیاتوي چي خېمو او تعمیرونو ته اور ورته سوئ و .
د سپيني ماڼۍ ویاند “Jay Carney” د یمن د ناآرامی په اړه داسي وايي : “یمنیان د ډيرو ستونزو سره مخ سول، ډېر څه یې وزغمل، اوس باید ددې هر څه نه خلاص او یوه ښه راتلونکې ولري .”