نن دشمالي وزيرستان په بېلابېلو برخو کې دپاکستاني پوځ دالوتکو دپرله پسې پروازونو له کبله ډېرى خلک په سخته بېره اخته شوي دي . هلته نن له سهاره دپاکستاني پوځ پوځي اوڅرخي الوتکي پروازونه کوي خو تر دامهاله لا دکمي خاص پېښي راپورونه نه دي ورکول شوي . خلک وايي چې دپوځ دداسي کړنو وروسته تل يا خو راکيټي بريدونه کېږي او يا هم دعملياتو سره سره هلته بمبارۍ هم کېږي .