له کابل څخه ورکړل سوي راپورونه وايي چي نن سهار امنيتي پوليس هغه مهال ډزو ته اړ سول، چي د استاد رباني د جنازې ګډونوالو د مرګ پر پاکستان، مرګ پر امريکا او مرګ پر کرزي نارې وهلې او د رباني قاتلينو ته يې د سزا غوښتني کولې.
د جنازې ګډونوالو د امنيتي ځواکونو پر لوري ډبري هم غورځولي چي وروسته هغوى هوايي ډزي وکړې او د جنازې مراسم يې له ګډوډۍ څخه وژغورل.
پخوانى ولسمشر برهان الدين رباني چي د سپټمبر پر ٢٠ مه په يوه ځانمرګې حمله کي ووژل سو، نن د سپټمبر پر ٢٣ مه د کابل په وزيراکبرخان مېنه کي د عسکري مراسمو په ترڅ کي خاورو ته وسپارل سو.
د نوموړي په جنازه کي د پاکستان صدراعظم، په کابل کي د بهرنيو هيوادونو سفيرانو او استازو ګډون کړى وو.