کور / تازه خبرونه / پاکستاني پوځ بيا پر افغانستان د توغنديو حمله کړې

پاکستاني پوځ بيا پر افغانستان د توغنديو حمله کړې

د نورستان چارواکي وايي د پاکستان پوځيانو يو ځل بيا د افغانستان پر خاوره راکټي حملې کړي دي.
د نورستان والي تميم نورستاني آزادۍ راډيو ته ويلي چي پاکستاني پوځيانو شاوخوا ٣٠ توغندۍ يوه کلي ته راغورځولي او د دې کلي اوسېدونکو ته يې له کورونو د کډي کولو خبر ورکړى دئ.
پاکستاني پوځيانو درې مياشتي دمخه هم شاوخوا يوه مياشت پرله پسې د ننګرهار، کونړ او خوست پر ولايتونو د توغنديو حملې کولې چي شاوخوا سل کسان يې مړه او په لسګونو ټپيان کړي ول.