د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کي يې په مخامخ ډزو کي وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې .
د دې ولايت د امنيت آمر تېمورشاه يوسفزى وايي چي په تېره اوونۍ کي يې په مخامخ جګړو کي لس تنه وسله وال ژوندي نيولي او اته تنه نور يې وژلي .
د يوسفزي په وينا چي په دې عملياتو کي يې يوشمېر درنې اوسپکي وسلې هم نيولي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .