د زابل ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت په روانو درې ورځني چاڼيزو عملياتو کي يې تر اوسه يوولس وسله وال وژلي ، نه تنه يې ژوبل کړي او دوه تنه يې ژوندي نيولي .
د دې ولايت د امنيې قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي چي ياد عمليات يې د ګډو ځواکونو په مټ پيل کړي او د يادو کسانو د وژلو ، ژوبلولو او نيولو تر څنګ يې زيات شمېر وسلې هم نيولي .
د يادوني وړ ده چي په د ې اړه تر اوسه خپله وسله والو څه نه دي ويلي .