کور / تازه خبرونه / د پاکستان صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني کابل ته ورسېد

د پاکستان صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني کابل ته ورسېد

کابل :پژواک خبري اژانس د خبر له مخې : د پاکستان    لومړى وزير سيد يوسف رضا ګيلاني د استاد برهان الدين رباني پر وژل کېدو د غمرازۍ څرګندولو په موخه کابل ته راورسېد.
په کابل کې د پاکستان د سفارت مطبوعاتي دفتر کونسلر غلام محمد وزير د وږي په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددوى لومړى وزير سيد يوسف رضا ګيلاني نن له غرمې وروسته له يوه پلاوي سره کابل ته را ورسېد.
هغه زياته کړه چې له نوموړي سره په دې پلاوي کې د خيبر پښتونخوا ايالت مشر وزير امير حيدر خان هوتي، د سرحدونو او قبايلي چارو وزير انجنير شوکت الله خان او د سنا مجلس غړى لشکر رييسانى شامل دي.
غلام محمد وزير وويل چې کابل ته له رسېدو سره سم ګيلاني او پلاوى يې ارګ ته ولاړل او هلته به له ولسمشر کرزي سره د استاد رباني پر وژنې غمرازي وښيي.
ټاکل شوې ده چې د استاد برهان الدين رباني جسد سبا د کابل ښار په وزير اکبر خان کې خاورو ته وسپارل شي .
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د تشريفاتو رييس حميد صديق نن پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه له دوى سره د ګاونډيو او اروپايي هېوادونو په ګډون لسو هېوادونو اړيکې نيولې او غوښتي يې دي، چې استازي به يې د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
هغه وايي، چې په دغو مراسمو کې به بهرني چارواکي د ولسمشرانو د مرسيتالانو، صدراعظم، د بهرينو چارو وزيران او د ديپلوماتانو په کچه ګډون وکړي