کور / تازه خبرونه / په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت بيرغ نيمکښ دى.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت بيرغ نيمکښ دى.

اسلام اباد: په اسلام اباد کې د افغان سفارت وياند زردشت شمس لر اوبر ته څرګنده کړې ده چې د رباني د وير لپاره په اسلام اباد کې د افغان سفارت بيرغ نيمکښ دى، نوموړي وويل چې دغه بيرغ به درې ورځو پورې همدغه ډول نيمکښ وي، بلخوا د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر قاضي حسين احمد د برهان الدين رباني په وژنه خواشيني څرګنده کړې او څرګنده کړې يې ده چې نوموړي د روسانو په ضد جهاد کې رغنده رول لوبولى او د افغانستان د ملي يو والي دپاره يې هلې ځلې کولې، د پاکستان مرکزي کابينې په خپله غونډه کې نوموړي ته دعا وکړه دخېبرپښتونخوادپښتونخوا ملي عوامي گوندهم په يوې خبرپاڼه کې درباني په وژنه خواشيني ښودلې اوڅرگنده کړې ده چې رباني دافغانستان دسولې اوامنيت لپاره هلې ځلې کولې