باجوړ: د باجوړ ايجنسۍ د چمړکند په سيمه کې د چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي او څلور ټپيان دي، د امنيتي ځواکونو په خبره د مسافرو دوه موټرې تېرېدلې چې د چاودنې ښکار شوې او دواړه موټرې ويجاړې شوې او په ترڅ کې يې پنځه کسان وژل شوي او څلور ټپيان دي، ټپيان مرکزي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي.