کـــــــه ته نه يې ستاتصـــــوير خــــو راسره دی
کــــه خـــــوښي نه وي نو وير خـــــو راسره دی
که عـــــــلاج د ليـــــونتــــوب درسره نــــــه وي
لاس مــــــې وتــــړه ځنځير خــــــــــو راسره دی
پدې چم کې که بنګ نشته شــــــراب نشته
ستا دمــــــړو سترګو تاثير خـــــو راسره دی
بېلتانه د که له مـــا هــــــرڅه ولجه کـــــــــــړل
خـــو پښتون غوندې ضمير خو راســــره دی
که له درده د کــــړم خـــــلاص زړګی د يــــوړ
خوب مې ورک دی او شوګير خوراسره دی
که مې تا لوټ کړ پيزوان په چارګل وياړم
که پاچــــــــــا نشته وزير خــــــــــو راسره دی
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه