کابل :طالبانو په خپلې ويب پاڼه کې د وياند ذبيح الله مجاهد څرگندونې خپرې کړې چې وايي تيره ورځ ناوخته دکابل ښار وزیر اکبرخان په سيمه کې دکابل ادارې په اصطلاح دسولې دکميسيون مشربرهان الدین ربانې په قتل ورسید ، دا چې په دې اړه زموږ معلومات لا ندي بشپړشوي نوزموږ موقف هم داده چې موږ په دې مسئله کې هيڅ هم نشو ويلای اوکومو رسنيو چې په دې برخه کې زموږ په حواله کومي خبري خپرې کړي دي هغه ټولي بې اساسه دي اويوځل بيا په دې باره کې دا وايو چې موږ دم ګړۍ په دې اړه هيڅ ويل هم نه غواړو..