کور / تازه خبرونه / حزب اسلامي: د استاد رباني په وژنه کې د امريکا استخبارات لاس لري

حزب اسلامي: د استاد رباني په وژنه کې د امريکا استخبارات لاس لري

جلال اباد (پژواک خبري اژانس د خبر له مخې : د انجنير حکمتيار په مشرۍ د دولت مخالفه وسلواله ډله حزب اسلامي د استاد رباني پر وژنې خواشيني څرګنده کړه او وايي، چې د دې ډول وژنو تر شا د امريکا په مشرۍ د غربي نړۍ استخباراتي کړۍ لاس لري.
پخوانى ولسمشر، د سولې د عالي شورا او د جمعيت اسلامي ګوند مشر استاد برهان الدين رباني تېره ورځ ماښام مهال د کابل په وزير اکبرخان مېنه کې، د خپل کور دننه په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
په دې پېښه کې د سولې د عالي شورا منشي معصوم ستانکزى، د استاد رباني د امنيت مسوول او د هغه سکرتر سخت ټپي شوي دي.
د حزب اسلامي وياند انجنير هارون زرغون د وږي په ٣٠مه له يوه ناڅرګند ځاى څخه د ټېلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ډول وژنو تر شا د امريکا په مشرۍ بهرنۍ استخباراتي کړۍ لاس لري.
نوموړي زياته کړه، تر څو چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه مېشت وي، جګړې او وژنې به دوام لري.
زرغون وويل، چې دوى د استاد رباني په وژل کېدو خواشيني شوي او د دې ترڅنګ د حزب اسلامي مشرتابه يې د هر افغان پر وژنه خواشيني کېږي.
د حزب وياند وايي: ((په ډېر تاسف سره ځيني جهادي څېرې له امريکايانو سره په خوا کې درېدلې، چې په ړندو بمباريو او خپلسرو عملياتو کې د ولس او په دې ډول ناڅرګندو وژنو کې د دوى ژوند تر ګواښ لاندې دى.))
د حزب وياند هېواد ته د سولې په راتګ کې د استاد رباني رول بې اغېزې وباله.
نوموړي زياته کړه: ((د استاد رباني تنظيم په دولت کې پراخه ونډه لري او ده د سولې په راوستو کې هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده.)
هارون زرغون وويل، استاد رباني په دې وروستيو کې د خپلو څرګندونو پر مهال له امريکايانو شکايت کړى و، چې ولې نېغ په نېغه له طالبانو سره خبرې کوي.
د حزب اسلامي په نظر، هېواد د بهرنيو استخباراتي کړيو په يوې ځالې بدل شوى او د زرغون په وينا، بهرني ځواکونه جګړې ته لمن وهي او دغه اور ګرم ساتي.