دمزدورانو ټولنې(Labor unions ):
کارگران دخپلو بعضو مجبوريانو په اساس دخپل کار پوره پوره حق نشي حاصلولاي او دهميش لپاره دخپلو مالکانو يا کار خانه دارانو د ظلم ښکار وي نو ځکه دوي(مزدورانو)محسوسه کړه چي دوي بايد متحد شي او دهمدي ټولنو پذريعه خپل حقوق حاصل کړي د مزدورانو اساسي مجبوري دوه دي:
1. کار ذخيره کيداي نشي:دمزدورانو دټولونه غټه مجبوري داده چي هغه خپل کار نشي ذخيره کولاي يعني داسي نشي کيداي چي کله مزد کم وي نو هغه د خپل کار دخرڅولو نه پدي خاطر انکاروکړي چي کله مزدونه لوړشي نوبيا به کار کوي ځکه چي په دي انتظار کي دهغوي کا رنشي ذخيره کيداي بلکه ضايع کيږي او هغه به دهغه لږ مزدنه هم محرومه شي.نو ځکه د مزد اندازه که کمه وي يالوړه هغه کار کوي د دوي دهمدي کمزوري نه په استفاده سره بعضي وخت پانگې وال او متصديان مزدورانو ته کم مزد ورکوي او دهغوي استحصال کول او ناروا فايده تري اخلي يعني مزدورانو ته دهغوي دحق نه کمه معاوضه ملاويږي.
2. دسود ابازي قوه ئي ضعيفه ده:دمزدورانو دسودا کاري(يعني دکارکولو دشرايطو)دپوره کولو اهليت د کارخانه دارانو په مقابل کي ضعيفه ده هغوي ته دبازار او سوداگرۍ حالات په پوره ډول معلوم نوي.کار خانه دار شتمن او قوي وي اومزدوران مفلس اواړوي.نو ځکه مزدوران دخپل پوره حق د غوښتلو نه محروم وي.نوځکه د پورته کمزوريو د ختمولو پخاطر مزدورانو خپل ځان متحد کړ او د خپلو مطالبو د منلو پخاطر ئي کوشش وکړ.او دهمدي هدف پخاطرد مزدورانو ټولنې جوړې شوې کوم چي هغوي ته دجایزحق ورکولو پخاطر هڅه کوي .د مزدورانو دټولنې تعريف داسي کيداي شي
د ادمزدورانو يوه داسي ډله ده چي دکومي هدف دادی چي د مزدورانو د کار حالات مستحکم وساتي او دهغي د ښه کولو پخاطر هڅې وکړي.
د مزدورانو دسازمانونو اهداف:
د مزدورانو سازمانونه عموما د لاندي اهدافو لپاره جوړيږي:
1. مزدورانوته معقول او مناسب مزد ورکول
2. د کار دشرايطو ښه کول
3. مزدوران متحد وي او دهغوي د سوداکاري قوت مضبوطول
4. ادارې او چارواکوته د مزدورانو د غږ رسول
5. دمزدورانو دعرضي منضبط کول
6. په کارخانه کي يا تصدي کي دپاکوالي او حفظ و مرقبت په اصولو باندي عمل کول
7. دبيکاره يا مريضانو مزدورانو سره مالي مرسته کول
8. دمزدورانو د اخلاقو او رسم ورواج اصلاح کول
مزدورسازمانونه او اجوري:
د مزدور سازمانو اساسي هدف د ادي چي د مزدورانو حقوق خوندي وساتل شي او دمتحده سوداکاري پذريعه دهغوي مزدونه لوړشي ددي لپاره هغوي لاندي طريقونه کا راخلي:
1. د اجورو معيار دنهائي توليدي حاصل سره مساوي کول:که ديو طرف نه د کا ربازار کي او دبلي غاړي د متصديانو ترمنځ کامل رقابت وي نو د اجوري اندازه پخپله د مزدورانو د نهائي توليدي حاصل MRP سره مساوي کيږي ليکن څنگه چي په عام ډول سره کامل رقابت نوي او متصدي د خپلي اوچتي رتبي په اساس مزدورانو نه د ناجايزه فايدي اخيستلو په موقف کي وي نو ځکه د مزدورانو مزدونه د هغوي نهائي توليد سره مساوي نوي نوځکه کا رگر سازمانونه ټول مزدوران يو ځاي کوي او دمتصديانو پمقابل کي دريږي او متصديان مجبوروي چي هغوي ته پوره مزد ورکړي که هر مزدور جلا جلا لاړشي او دمتصدي نه دخپل نهائي توليد مساوي اجوره وغواړي نو شايد هيڅوک متصدي قانع نه کړي ځکه چي په جدا جدا ډول مطالبو باندي دهغوي اواز کي ډير قوت نه وي خوبرعس که دمزدورسازمان په يو اواز او د تقاضا سره دخپل حقوقو دغوښتلو مطابه وکړي نو کاميابي ترلاسه کولاي شي او يقيني ده کاميابي ئي.
2. دنهائي توليدي ارزښت په اضافه کولوسره د اجورو معيارجگول:دمزدورانو اتحاديي دمزدورانو دنهائي توليدي ارزښت په اضافه کولو سره دهغوي د اجورو معيار لوړولاي شي ځکه چي بلاخره دمزدورانو مزدونه دهغوي دنهائي توليد سره مساوي کيږي.ددي نه کم يا زيات نشي پاتي کيداي ځکه چي دمزدورانو اتحاديي د مزدورانو دنهائي توليد په زياتولو سره لاندي گامونه پورته کوي:
متصديان دي ته تياروي چي پخپله کارخانو کي دنوي طرز ماشينونه ښه اسباب او اعلي خام مواد استعمال کړي.ځکه چي دمزدورانو دکار استعداد زيات تعلق له همدي سره لري.
دمزدورانو اتحاديي کوشش کوي چي په کا رخانو کي رڼا،صفائي او حفظ ومرقبت مناسب انتظام موجود واوسي دکارساعتونه زيات نوي،دمزدورانو دتفريح لپاره سامان موجودوي،او دهغوي دعلاج کولو لپاره سهولتونه موجودوي.
د مزدورانو اتحاديي په مزدورانو کي ښه عادتونه پيداکولي شي او دهغوي د کار استعداد لوړولاي شي.ځکه چي کوم مزدور مختلفي،اخلاقي او د وخت پابند وي د هغه د کا راستعداد به هم ښه وي.او کوم مزدور چي بد اخلاقه ،سست او ارام خوښونکي وي دهغه دکار استعداد بۀ هم ټيټ وي.
3) د مزدورانو په تقاضا کي په زياتوالي سره :دمزدورانو اتحاديي د مزدورانو په تقاضا کي په زياتوالي سره دهغوي اجوره زياتولي شي. ددي هدف لپاره هغوي لاندي گامونه پورته کوي:
1. د مزدورانو د مولديت په زياتوالي سره د اشياومصرف کميږي.دخرڅلاو قيمت کميږي اوتقاضا زياتيږي چي دکومي په وجه د مزدورانو په تقاضا کي هم زياتوالي راځي.
2. د مزدورانو اتحاديه په دولت باندي فشار اچوي چي ملکي صفت خوندي وساتي يعني ددي په مقابل کي د خارجي هيوادونه اجناس وارد نشي ترڅو داخل صنعت تشويق شي او دمزدورانو لپاره تقاضا لوړه شي.
3. کومو متصديانو ته چي اجاره دارانه گټه حاصليږي مزدورا تحاديي د ددي گټې نه څه حصه مزدورانو ته ورکولي شي.
4. دمزدورانو اتحاديي د دولت نه داغوښتنه هم کولي شي چي د ولت چي د صنعتونو نه کوم اجناس د دولتي اهدافو لپاره اخلي هغه نسبتآ په لوړ قيمت واخلي ترڅو د مزدورانو اجوره کي زياتوالي راشي.
5. د مزدورانو په عرضه کي د زيادت د بندولو سره: د مزدورانو د اجورو دزياتولو لپاره اتحاديي داطريقه هم خپلوي چي د مزدورانو اضافي عرضه بنده کړي ددي لپاره دوي لاندي طريقونه کار اخلي:
دولت مجبور کړي چي دخارج هيوادونو نه د مزدورانو په راتگ باندي پابندي ولگوي.
د کارکولو د وختونو د کمولو هڅه وشي
په اتحاديو کي دنوومزدورانو شاملول بندکړاي شي.
په لاندنيو حالتوکي په خاصه ټوگه دعرضي په بندولو سره اجوري اضافه کيداي شي:
هغه مزدوران چي عرضه ئي غير ارتجاعي وي.
چي حکم دتوليدونکي شي په مجموعي مصارفو کي دمزدورانو د اجوري تناسب کم وي.
کله چي په اجوره کي د زياتوالي په وجه د نورو توليدي عواملو په معاوضو باندي اچول کيداي شي. خو داخبره هم ديادوني وړ ده چي که دمزدورانو اتحاديه څومره هم مظبوطه وي بيا هم تر يو حد پوري د خپلو اجوري په زياتولو کي کاميابيداي شي ددي لاملونه په لاندي ډول دي:
1. يوه وجه خو ئي داده چي دکار دنهائي توليد صحيح ارزش معلومول مشکل دي ولي بيا هم يو حد داسي راځي چي متصدي محسوسوي چي ددي نه زياته اجوره ورکوي دهغه لپاره ممکن ندي.
2. دوهم علت دادي چي که متصدي د مزدورانو په ځاي ک دکوم بل توليدي عامل مثلا ماشينونو وغيره نه کار واخلي نو هغه به په اجوره کي د زياتوالي غوښتنه هيڅکله قبول نکړي.
3. دريم علت ئي دادي چي که دمتصدي توليد شوي شي تقاضا غير ارتجاعي وي(يعني دقيمت زياتوالي سره ئي تقاضا کي تغير رانشي) نو هغه به اجوره کي زياتوالي راولي او دشي دقيمت په لوړولو سره به بوج مستهلکينو ته انتقال کړي ليکن که دشي تقاضا ارتجاعي وي نو متصدي به په اجوره کي دزياتوالي غوښتنه تسليم نکړي ځکه چي دقيمت پلوړيدوسره به دخرڅلاو په مقدار کي کمښت راشي. نو ځکه مزدورارتحاديي ديو خاص حدنه هغه خوا اجوره نشي اضافولاي او که غوښتنه ئي هم وکړي ن په نتيجه کي ئي خامخا بيکاري رامنځته کيږي.
دمزدوراتحاديو ضرورت او اهميت:
1. په افهام و تفهيم مشوره سره دتصدي داداري او مزدورانو مسايل حل کيږي او دمظاهرو ضرورت نه پيښيږي.
2. په ښه طريقه خپل حقوق غوښتلاي شي.
3. داجوري په زياتوالي کي فايده من وي.
په افغانستان کې کي داجوري د مختلف والي لاملونه:
1. په تعليم و تربيت کي تفاوت: زمونږهیوادافغانستان کي دکارکوونکو د اجوري دمختلف والي يو لامل دادي چي دهغوي تعليمي معيارفرق لري.مثلا بعضي استاذان لسانسه وي او بعضي دولسم پاسان او بعضي ډاکتران يا پوهاندوي نو ځکه دهغوي تعليمي معيار په نظر کي نيولوسره دهغوي معاش او اجوره ټاکل کيږي.
2. دکارکولو دځاي فرق:په يو مسلک کي کارکوونکو ته په مختلفو ځايونو کي د کار کوونکو په وجه باندي مختلفي اجوري ورکول کيږي ځکه چي بعضي ځايونو کي شرايط نامناسب وي.
3. د کارکولو موده کي فرق:په عمومي ډول دکارکوونکو معاش کا ل په کال زياتيږي نوځکه چي د چا دکار موده زياته وي معاش ئي هم په زياتيدو وي.
په افغانستان کې دمزدورانوستونزې:
4. ټيټ استعداد:زمونږ دمزدورانو استعداد دکارټيټ وي د امريکا او اروپا کار کوونکي زمونږ د مزدورانو په مقابل کي ډير کا رکوي نو ځکه مزدورانو ته ټيټ مزد ملاويږي دهغوي د ژوند معيار ټيټ وي.او سخت ژوند تيروي.دهغوي د استعداد دټيټ لاملونه په لاندي ډول دي:
a. آب وهوا مساعده نده په اوړي کي ډيره گرمي او ژمي کي ډيره يخني وي.
b. مزدورانو ته د اوسيدو ښه سهولتونه نشته نو ځکه هغوي زيات وخت مريضان وي.
c. اجوري کمي دي ځکه هغه دښه ژوند څخه نشي برخمن کيداي.
d. دفني تربيت کافي سهولتونه نشته چي مزدورانو ته ترنينگ ورکړاي شي.
5. داجوري اندازه ټيټه ده او دي باندي خپل ژوند ښه نشي تيرولاي خپلو ماشومانو باندي تعليم نشي کولاي.
6. دحفظ ومراقبت او پاکوالي شرايط صحيح ندي.
7. دمزدورانو منظمي اتحاديي نشته.
8. د دولت لخوا د مزد ورانو لپاره رعايتونه نشته.
نوپه همدې اساس دولت ته پکار دي چې مزدورانویاکارګرانوته چې دټولنې ترټولومهم قشر جوړوي باید پوره پاملرنه وکړي اوددوی دژوند دښه والي لپاره لازم ګامونه واخلي ترڅوداقشر هم دیوښه اوخوشحاله ژوند دمزایاووڅخه برخمن شي.