د مېرمن کلتوري -ټولنیز بهیر دریمه کلنۍ مشاعره د روان کال د وږي د میاشتې په ۲۵ چې د ۲۰۱۱ زېږدیز کال د سپتمبر له ۱۶ نېټې سره سمون لري د سهار په ۸ بجو او دېرشو دقېقو د دوهممکروریان په کابل هوټل کې د پرتمینو مراسمو په ترڅ کې پیل او ولمانځل شوه.
په پیل کې غوڼده د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په لوستولوسره چې د قاري پلوشې الکوزۍ له خوا قرائت شول پیل او له هغه نه وروسته د هېواد مليسرود هم وغږول شو.
د غوڼدې لومړۍ ویناواله په ولسي جرګه کې خوست د خلکو مشره او د میرمن بهیر د دارالانشا غړې مېرمنساهره شریف وه چې د خبرو تر څنګ یې د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر پیغام هم ګډونوالو ته ور واوراوو، همدا راز د غوڼدې دوهمه ویناواله آغلې طوبیندا ساپۍ وه چې په څو ټکو کې یې د بهیر کلنۍ رېپوټ ولوست او د میرمن بهیردفعالیتونو او پښتنو میرمنو د اوسني حالت په اړه یې په زړه پورې پریزینتیشن وړاندې کړ.
مېرمن کلتوري بهیر د لومړي ځل لپاره د ۱۳۸۷ کال د غبرګولي په میاشت کې د یو شمېر تکړه او با احساسه فرهنګپالو مېرمنو لکه آغلې ساهره شریف، طوبی ندا، فریبا سوله مل، دلافروز زیرک ، لینا شریفی، خاطره اسحق زۍ زرغونه رحمتي،اینجنیره راضیه نعیمي، حمیرا کاوون… او نورو په ګډو هڅو د کابل په استقلال لېسه کې په کار پیل وکړ.
دا بهیر نه یواځې په کابل بلکې په ځینو نورو ولایاتو لکه بلخ، نیمروز، فاریاب،پکتیا، غزني، کندهار، خوست او ځینو نورو ولایتونو حتی له هېواد څخه د باندې د جرمني په ښارکې هم څانګې لري چې د یو شمېر ځانګړو ورځو لکه د ښځو نړیواله ورځ، د مور ورځ ، دسولې ورځ … له پاره یې تل ښایسته غونډېاو مشاعرې هم ترتیب کړې دي یاد بهیر د دې کلونو په ترڅ کې د ښځو د ښو ادبي هڅو اونازولو په موخه هر کال د همدې مشاعرې په ترڅ کې د هېواد غوره فرهنګپالې هم ټاکلېدي چې په لومړي کال کې دا ویاړ آغلې طوبی ندا ساپۍ تر لاسه کړ دوهم کال آغلې ګلمینې یوسفزۍ، مینې صابر وردګ او سږ کال دا ویاړ مېرمن ګلالۍ امرخېل تر لاسه کړ.
د مېرمن بهیر د دې ویاړونو تر څنګ ځینې نور داسې شیان هم شته چېیادول یې اړین دي او هغه دا چې مېرمن ادبي بهیر د مېرمنو او نجونو اته آثار او کتابونه چاپ کړي او نور دچاپ پهدرشل کې دي ، چې پهدې غونډه کې یې هم شاهد وو، چې د (ښوونې او روزنې اصطلاحات)تر سرلیک لاندې د میرمنساهره شریف کتاب ددې ځل ویاړ دی.
دې مشاعرې ته دنورو ګڼو فرهنګي ټولنو تر څنګ د قلم د نړیوالې ټولنې پیغام هم را رسیدلی و چې د دېټولنې د مشر سیدفخرالدین هاشمي لخوا ولوستل شو وروسته د غونډې اصلي برخه چې مشاعرهوه پیل شوه چې د هېواد زیات شمېر تکړه شاعرانو او لیکوالو مېرمنو له مرکز اوولایاتو څځه پکې ګډون کړی وو چې لومړی شعر آغلې اوږۍ امیل وړاندې کړ په همدې ترتیب بلقیسمحبوبي، طوبی ندا ساپۍ، زمزمه نیازۍ، سونیتا مدبر، محموده تقوا او نورو خپل شعرونهولوستل.
له مشاعرې له لومړۍ برخې وروسته د هېواد یوه تکړه ځوان کومېډین د څو شېبولپاره د خندا او خوښۍ لمن خوره کړه.
د غرمې د ډوډۍ له خوړلو او دماسپښین د لمانځه له ادا کولو وروسته بیا هم مشاعرې دوام درلود چې آغلې عادلې حصین، مرضیه امین، آریاحافظ، تمنا توآنګر، للمې، مینې منګل، صحرا علیزۍ، زرمینه کاکړ، شفیقه خپلواک،حیا بابکرخېل ، لېمه حافظ، مینا نظري، ګل مینه یوسفزۍ، ګلالۍ امرخېل، وږمېفضلي،تورپیکۍ مومند، ویدا حافظ، هیلي احدي، فرحناز سحر، پلوشه الکوزۍ ،حیابابکرخیل،لېمه نیازۍ، نرګس ،ښکلا،ځلا زرمتۍ، لطیفې لالهاند ، پاریسه خزان ،پروین ، اویستا، مسعوده، پاکیزه نیمګړې، فرزانېځدراڼ، سوله نیازۍ، آمنه امین ځدراڼ، پلوشې،فرزانې،عارفه نورګلۍ او داسې نورو خپل شعرونه ولوستل یاده دې وې چې دمشاعرې ویندویي آغلېو لطیفې لالهاند او شهناز بابکرخیل کوله او ورپسې د ماشومانو یوګروپ ښکلې ترآنې د ګډونوالو حضور ته وړآندې کړلې.
د غونډې په بله برخه کې د کال غوره فرهنګیالۍ اعلان شوه چې دا ویاړمېرمن ګلالۍ امرخېل تر لاسه کړ، چې د ساهره شریف له خوا د سرو زرو مډال، ګلاس کپاو ستاینلیک ورته ورکړل شو.
له هغې نه وروسته د لنډیو سیالي پیل شو چې دو ګروپونو د ګل او پسرلي په نوم پکې برخهواخېسته چې ګډونوالې یې اوږۍ امیل، سونیتا مدبر، مرضیه امین، محموده تقوا، هیلۍ احدي، ګل مینهیوسفزۍ، شفیقه خپلواک او فرحناز سحر پکې برخه اخېستې وه چې په پای کې دواړه ټیمونه مساوي اعلان شول.
همدا راز مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر د ځینو تکړه لیکوالو شاعرانو او سندر غاړو له پاره ځینېستاینلیکونه هم په پام کې نیولي وو چې د هېواد تکړه سندر غاړي ښاغلي شفیق مرید تهد ښاغلي علم ګل سحر لخوا د لمر تلوېزیون رئیس ښاغلي ګل آغا شېرزاد ته د ساهره شریفله خوا اواستاد نجیبمنلي ته د نور محمد سعید په لاس او څېړندوی محمد نبي صلاحي ته د ومان نیازي او همدارنګه صمیمپکتیاوال ته چې تل یې له میرمن بهیر سره مرستې کړې دي،ستاینلیکونه ورکړل شول.
د غونډې په پای کې دری شعرونه د ژوري هیئت له لوري د مقام ګټونکي شولچې د لېمې نیازۍ شعر لومړی مقام، طوبی ندا دوهم مقام او د شفیقې خپلواک شعر درېیم مقاموګټلو، چې کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
د دې تر څنګ د ژوري هیئت له پاره چې ښاغلي عبدالستار سعادت، ومان نیازي ، نور محمد سعید، نورګل شفق پکېدشعرونو ارزونه کوله اود ژوندون تلویزیون خبر یال حمیدالله خان ته هم ډالۍ په پام کې نیول شوې وېاو هغه شاعرانو ته چې په غونډه کې یې شعرونه ولوستل د ښاغلي صالح صمیم پکتیاوال په لاس ډالۍ ورکړلشوې.
په مشاعره د پخوا په څیر د پچې په اساس د کال نیکمرغه نجلۍ آغلې نظیفه نیازۍ غوره شوه چې دمیرمن بهیر ځانګړی سوغات ور کړل شو.
د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر سږنۍ مشاعره د مازدیګر په ۴:۰۰ بجو پای ته ورسېده .