پېښور: د خيبر پښتونخوا د پېښور په ځينې سيمو کې افغان ليسې د افغان بچيانو د روزنې لپاره په کار بوختې دي، چې د ګرميو په عمومي رخصتيو کې يې له زده کوونکو څخه په دې پلمه فيسونه ټول کړي چې ښوونکو ته يې د تنخواو په بڼه ورکړي خو ځينې ښوونکي بيا سر ټکوي چې دغه تنخواګانې يې نه دي تر لاسه کړي او يواځې د ليسو چارواکو پخپلو جيبونو کې اچولي دي، په دې خبره په پېښور کې د افغان ليسو شورا او د پوهنې آتشې خوله چپه نيولې او خپل دريځ يې نه دى څرګند کړى خو ښوونکي وايي چې بايد مونږ ته خپل حق راوسپارل شي.