کور / هراړخیز / د دېوالونو د ښکلا کاغذونه د زلزلې د خطر مخنيوئ کوي

د دېوالونو د ښکلا کاغذونه د زلزلې د خطر مخنيوئ کوي

د کارلسروحر په تخنيکی انستيتوت (Karlsruher Institut für Technologie, KIT) کې د کلکو ودانېو ساختماني موادو تخنيکی انستيتوت (Institut für Massivbau und Baustofftechnologie) انجينرانو ېوی ډلی چې ددوی د جملی څخه ېو انجينېر موريتڅ اوربان (Moritz Urban) دی، پوهنيزی څېړنی کړيدي چې څنګه کېدی شي د انسانانو ژوند د زلزلی او نورو طبعيی ناورينونو څخه وژغورل شي؟
د انجينرانو دغی ډلی د خپلو څېړنود پاره د ايټالي هېواد د پاويا (Pavia) د ښار  ېوه دوه پوړيزه ودانۍ چې دا د دغی سيمی او د اېل، اقويلا (L’ Aquila)  ښار کوم چې د 2009 مېلادی کال کې د ډېری سختی زلزی ښکار ګرځېدلی وو او ډېر ځاني او مالي تلفات يی اړولی وو، ېوتپيک ودانۍ ده، د نمونی ( مودل) په ډول جوړ کړ. په اوله کې يی دا جوړه شوی ودانۍ (بی د دېوالي کاغذونو)  د 0,4g درجی قوت سره ولړزوله ،وليدل شوچې دا ودانۍ په دی درجی قوت سره ډېره خرابه شوه. ددی نه وروسته بيا يی همدا ډول د بلی جوړه شوی ودانۍ نمونه (مودل) چې دېوالونه يی د زلزلی د پاره د دېوال خاصو کاغذونو او د خاصی شوتی (مثالی) سره پلستر شوي وو، دا ځلي يی د 0,6g درجو په قوت سره دا جوړه شوی ودانۍ ولړزوله چې ددی سره ډېر کم تاوان ورته ورسېداو ودانۍ په ځای ولاړه پاتی شوه.
په اخره کې ددی انجينرانو دا څېړنه په ثبوت ورسوله چې د زلزلی د پاره خاص د دېوال د ښايست کاغذونه کوم چې، په هغی کې ورکړل شوی سپڼسۍ يا تارونه ،چې څلورو خواوو ته غزيدلی، په دېوالونو کې د زلزلی د ټکان په واسطه منځ ته راغلي درزونو مخنيوی کوي، او نه پرېږدي چې دېوال ونړيږي. دغه د زلزلی د پاره د دېوالونو د ښکلا خاص کاغذونه ، چې په الماني کې ورته (Seismische Tapete) وايی، د خاص شوتي (مثالی) سره د دېوال پر مخ کلکول کيږي. دا کاغذونه ، نه ېواځی دا چې د سختی زلزلی په مقابل کې د دېوالونو دغورځېدو مخنيوی کوي، بلکه د سختو طوفانونو او د موټرونو د لګېدلو په وجه د دېوالونو د نړېدو مخنيوی هم کوي.
ېوبل ايراني اصله الماني  اينجينر چې امين امامي نوميږي، د دا ډول طبعيي ناورينونو څخه د انسانانوژغورنی د پاره د المان د کسل په پوهنتون کې هم خپلی څېړنی کړيدي.
کله چې د ايران سوېل(جنوب) د بام ښار کوم چې د نړۍ د تاريخی ښارونو څخه دی او 2000 کلن تاريخ لري،په 2003 مېلادی کال کې ېوی سختی زلزلې چې د قوت درجه يی 6,6 وه ولړزوله  د ښار ډېره برخه ړنګه شوه، او د 33000 څخه زيات تلفاتو، او د80000 په شاوخوا کې زخميانو سبب وګرځېدو.
انجينېر امين امامي ته دا مفکوره پېدا شوه، څنګه کېدی شي چې دېو غريب هېواد د انسانانو ژوند د دا ډول ناوړه طبعيي ناورينونو څخه وژغورل شي؟
انجينېر امين امامي خپله تجربه د وريجو په بوجېو وکړه. هغه د دېوال ېوه نمونه (مودل) جوړه کړه. انجينېر امامي په اوله کې دېوال (بی د بوجېو پلستر څخه) د زلزلی په ېوی ټاکلي درجی سره ولړزاوه ، ددی دېوال مقاومت  د دغی ټاکل شوی درجی زلزلی په مقابل کې ډېر کم وو او دېوال ته ډېر تاوانونه ورسېدل،. دنه وروسته بيا يی همدا ډول د دېوال نمونه (مودل) د بوجېو سره پلستر کړ او بيا يی د مخکی ټاکل شوی درجی څخه زيات ، دا دېوال ولړزاوه،نو وليدل شوچې دا ځل د بوجېو سره پلستر شوی دېوال مقاومت د زلزلی په مقابل کې څو چنده زيات وو نظر ځان ته دېوال (کوم چې د بوجېو سره نه وو پلستر شوي).
انجينېر امامي د خپلی څېړنی نه دا نتيجه واخسته، چې د وريجو بوجی کوم چې تارونه يی د سنډو څخه جوړيږي،د راښکلو په مقابل کې ډېر کلک دي، او دغه د سنډو بوجی د خښتو دېوال سره کلک نښلي او ددی ترکيب ځان ته خاصه ماده جوړوي چې دا دېوال نه پريږدي ژر وغورځيږي او انسانان کوی شي چې ددغی وخت نه د استفادی سره خپل ځانونه ېو بی خطره ځای ته ورسوي.
د هغوغريبو هېوادونو د پاره چې سيمی يی د زلزلی د ټکانونو تر اغيزی لاندی دي، د دا ډول طبعيی ناورینونو څخه د ځان ژغورنی د پاره دا ډېره ساده او ارزانه  لاره ده او هر څوک کوی شي چې ددی طريقی څخه ګټه واخلي..