داسې ښکاري چې ولسي جرګه کې دقانون نه دملاتړ ايتلاف غړي غواړي دولسي جرګې مشر لرې او پر ځاى ددې ایتلاف مشراو په ولسي جرګه کې دننګرهار استازی حاجی ظاهر قدیر د لومړی وار لپا ره رامخې ته کړي حاجي ظاهر چې په مشریقى کې یو دپام وړ قوت ښکاری ضعیفه او بدنام کړی اوله اقتصادي او سیاسي پلوه داسې ضربه ورکړی چې دتل لپاره يې له سياسته زړه تورکړي خو د چارو شنونکی په دې باور دي چې اصلي لوبه بله ده اوهغه دا چې يو تن چې ښايي د تاجکانو له جملې وی او زیات ګومان دادی چې قانوني به وي ځنی نور هغه کسان چې دپارلمان د ریاست لپاره یې ځانو کاندید کړی وو خو ونه توا نیدل چې دغه څوکی وګټي یوځل بیا ددې څوکی د لاسته راوړو کوشش وکړی او له حاجي ظاهرسره به تر هغې ملګری وی ترکومې چې دپارلمان برحال رئيس په لرې کولو برلاسی شی اول خو فکر نه کوم چې په ایتلاف کې هغه زور پاتې وي چې مخکې یې درلوده ځکه ددې ایتلاف خوره مهم غړی دامهال دولسي جرګې عمومي غونډو ته راځي او دا ایتلاف راته اوس یو ډول پاشل شوی ښکاری خو که دا کار وه هم شی نو د تېر په څېر به په لومړی ځل قاطع اکثریت هیڅ څوک ترلاسه نه کړی چې دوهم رونډ لپاره به دوی خپل مورد نظر کاندید وړاندی کړی شاید په لومړی رونډ کې ده ایتلاف کاندید حاجي ظاهر وی خو هغه به بيا همغه معلومی راى واخلی او دویم وار به دلوبې اصلي لوبغاړي ميدان ته راوځي پښتانه به په څو ډلو وويشل شي او شمالي ټلواله به دتل په څېر یوه بله ستره لاسته راوړنه ولري او د څو نورو کلو لپاره به دنورو مهمو ادارو په څېر چې دا مهال د دوی په ولکه کې دی د ولسي جرګې ریاست هم لاسته راوړی.
شمال ایتلاف په دا څېر لوبو کې خوره مهارت لری همیشه یې له دا ډول سیاسی تکتیکه کار اخیستی پښتانه یې سره په څو ډلو ویشلی او نور سیاسي احزاب یې یا په ناچیزو چوکیو د لاسا کړی او یا یې ورسره کلکه جبهه نیولی او په دې توګه یې دهیواد سیاسی واک له څوکلو راهیسې په خپل انحصارکې ساتلی چې دننی بهران تر ټولو ستر علت همدا کیدای شي کله چې په بون کې دحکومت ویش پر قومي، سمتي او تنظيمي بنیاد وشو نو هلته هم دې ښاغلو په څو نومونو چوکی تر لاسه کړی که د جهاد خبره نو همدوی یې وارثان وو که تنظیمي ونډه وه نو دوی ځانونه تر نورو ټولو میشتو ډلو معتبر او دیو لوی ډلې لرونکی بلل او که سمتی ویش وو نو شمال کې ورته بل څوک ډله نه ښکاریده او ګومان یې کاوه چې شمال خو د دوی د سیاسي مبارزی یوه تر ټولو ستره مورچه ده ددوی شومو پلانونو دکامیابی یو بل مهم راز دطالب او القاعده نوم وه د القاعده نوم دوی ته یو ښه عنوان وګرزیده هر هغه سیاسی ډله او د سیمې با نفوذه او قومي شخصیتونه چې په خپلو سیمو کې یې یو څه اجتماعی او سیاسي رول لاره نو هغه یې په همدا پلمه څه خپله ترور او بندیان کړه او څه په راغلو اشرګړو یا ووژل او یا یې دتورو تمبو شاته واچول او په دې توګه یې خپل سیاسي حریفان کمزوری او له منځه یوړل او میدان یې ځان ته خالي کړ بهرنیانو پدی کار کې له دوی سره پوره مرسته وکړه او دوی هم له پوره مهارته کار واخیست او بیا د پښتنو په ویشلو او بې اتفاقی کې خو دوی ځانګړی تجربه لری همیشه یې په پښتنو کې په یو او بل نامه سیاسي مخالفتونه ایجاد کړی او دوی خپل کار ویستلی نو دا ځل یې هم له پوره مهارته کار اخیستی او یو بل پښتون چې هم یې مالي حالت ښه دی او هم یې سیاسی قوت اوشهرت شته دقانون نه دملاتړ په نامه رامخې ته کړی په ظاهره خو د هغو وکیلانو نه دفاع ده چې دانتخاباتو کمیسون یې پر ځای نوی وکیلان معریفی کړی خو اصلی خبره دا نه ده بلکې یاده ډله غواړی له دې لاری خپل اهداف تر لاسه کړي ګنې که دا نهه وکیلان وی کوم وطن به شړشم کړی اوکه نه وی نو کوم اسمان به راولویږی ولس خو له دوی نه د خدمت طمعه هسې هم نه کوی او نه یې حق دی ځکه دوی خو له اوله په خپلو منډو ترړور اغلی خپلې پیسې یې چې په ډېرو خواری ګټلی وی دوړه کړی نو ملت خو دی دا خیال په تاخچه کې کیدی چې دا ښاغلی به راځي او دوی ته به کار کوی ولې یې خپل ځان ته نه کوی اوکوم کار به ورته وکړی هغه ملی مسایل چې دهیواد راتلونکی ورپوری تړلی دی دا ښاغلی هغی ته هم نه دی اوزګار اونه ورنه خبر دی چې آیا امریکا په افغانستان کې دایمي اډې غواړي اوکه نه غواړي دیو تړون په وسیله خپل حضور قانونمند کړی زه ګمان کوم دوی د دا ډول مسایلو سره دلچسپي نه لري ځکه دا سیاسي مسایل دی اودوی دسیاسته دکانداری جوړه کړی.
دا او دېته ورته ډېر مسایل دی چې باید ولسي جرګه پرې خبرې وکړي او د هېواد روان کړکیچ ته دحل لار پیداکړي خو بد بختانه چې دوی تردې دمه دخپلو غوښتنو او لانجو نه دی اوزګار.