له کابل راپورونه وايي چي د سولي د عالي شورا مشر استاد برهان الدين رباني د يوې چاودني په ترڅ کي وژل سوى دئ.
راپورونه وايي چاودنه په وزيراکبر خان مېنه کي د استاد رباني په کور کي دننه سوې ده.
لومړنيو راپورونو ويل چي چاودنه د نوموړي د کور مخته سوې وي، خو اوس ويل کېږي چي چاودنه ځانمرګې حمله او د استاد رباني په کور کي هغه مهال سوې چي د سولي د عالي شورا د دارالانشاء مشر معصوم ستانکزى او نور کسان هم ورسره وو.
د معصوم ستانکزي حالت هم خراب ښودل سوى دئ.
برهان الدين رباني په ١٩٤٠ کال په بدخشان ولايت کي زېږېدلى وو، د کابل پوهنتون له شرعياتو پوهنځي څخه فارغ وو او په مصر کي يې د ازهر له پوهنتون څخه په اسلامي فلسفه کي ماسټري ترلاسه کړې وه.
نوموړى په نولس سوه اويايمو کلنو کي په پوهنتون کي د داود خان د حکومت پر ضد کړنو له امله پاکستان ته فراره سو او د جهاد پرمهال د اسلامي جمعيت ګوند مشر وو.
استاد رباني په ١٩٩٢ کال د شپږو مياشتو لپاره د افغانستان ولسمشر کښېنول سوى وو، خو تر ١٩٩٦ کال پوري يې دغه چوکۍ په زوره وساتله، چي وروسته طالبانو له کابل څخه و ايستى.
نوموړى تر ٢٠٠١ کال پوري د افغانستان د ولسمشر په حيث د لويديځو هيوادونو له خوا پېژندل کېدئ، چي په ٢٠٠٢ کال يې پر افغانستان د امريکايانو تر يرغل وروسته په کابل کي رسماً د چارو واګي اوسني ولسمشر حامد کرزي ته وسپارلې.
استاد رباني تر ١٩٩٢ کال وروسته له ګلبدين حکمتيار سره د کابل د واکمنۍ پر سر او بيا له طالبانو سره ډېر کلونه جنګونه وکړل، چي له امله يې په زرونو افغانان ووژل سول.
نوموړى پروسږکال د ولسمشر کرزي له خوا د طالبانو سره د سولي د شورا رئيس وټاکل سو، چي نن د سپټمبر پر ٢٠ – مه په کابل کي د يوه ځانمرګي بريد په واسطه ووژل سو.
د نوموړي د وژني مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستى.