کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / “ارگ ته کوم سورئ ونه کړي او بله ورځ دى ژوندئ يو نسي”

“ارگ ته کوم سورئ ونه کړي او بله ورځ دى ژوندئ يو نسي”

زمونږ ددى نه اباديدونکي او نه ازاديدونکي هيواد ګرانه ولسمشره !
څو ځله مې زړه غوښتي چې په دي وېړه ځنځيرلې ډيموکراسۍ کې درته دبيان دازادۍ تر چترۍ لاندې ښه د زړه له اخلاصه رښتيا ووايم خو بيامې هم زړه درباندې سوزيدلى او ستا مجبوريتو نو دې ته اړ کړى يم چې هېڅ هم درته ونه وايم خو داځل مې نو زړه درباندې بيخي وسوزيده نږدې وو چې ستا پرځاى داځل ماژړلي وا ى ځکه دادتيرې ورځې پيښې ډېرې زړه بوګنوونکې وې طالبان لوړ منزل ته ختلي وو او زه وېرېدم چې هسى نه، کو م راکټ ستا تر خوا هم شپيلۍ ووهي او يانه چې ميرويس خان يې ډز وانه وري ځکه هغه خو دپاچا زوى دى ،نا زولى دى، وبه ډار شي زمونږ اولادونو غوندى خو ندى چې په باروتو او بمونو کې لوى شوى وي او يا يې خداى نا خواسته په کور دامنيتي ځواکونو بمونه چاپې او يا دطالبانو راکټونه غو رځيدلى وي ولسمشره! کاش چي تا هره ورځ دکونړ دپښې پرې شوي ماشوم او يا دلغمان دګړوچ داولې شپى د ناو ې چي دامريکايي ځواکونو په بمبار کي يي پښه په ورانه کى پرې شوه، په څېر په لسګونو ماشومان ليدلاى. کاش چى تا هره ورځ دخارجي سفرونو پرځاى داخلي سفرونه کولاى او دخپلو وروڼو اوخويندو هغه له ناورينه ډک ژوند دى ليدلاى مرګونه مړي او ژوبلى دى ليدلاى خو ښه ده چي خداي پاک يواځې غندلو ته پاچا کړى يي نه غم خوړلو او دستونزو حلولو ته. ولسمشره مننه ستا له حکومته او ستاله دې ملاتړي ناټو، چي دلکونو په عصري وسايلو کمپيوټرونو او پرمخ تللو وسلو،سمبالو پوځيانو او تجهيزاتو سره سره بياهم دطالب پر ځاى دطالب په نامه په هره پنځمه مرمۍ يو بې ګناه او عام وګړى وژني او بيا چى په جنګ کې ريـښتيني طالبان ور سره مخ شي پنځه طالبانو پسي ټول دولت +ناټو +ايساف راووځي تردوه ورځو يي کابو کولاى نه شى لافى مو اسمان نړوي او په عمل مو نړى خاندي او عجيبه لادا چى جنګ په کابل کې روان وو او پښي دواشنګټن لړ زيدې او بيابيا يي بيانيي ورکولې چې مونږ نه ډاريږو. زه حيران يم چي داډار تور وي که سپين په دي وطن کي خو روسان هم دورځي دوه زره مړه کيدل خو دکريملين چرُت به هم پري خراب نه وو او دامريکا په سفارت کي دوه راکټه ولګيدل واشنګټن پري په يوه ورځ کي اتلس تبصري وکړې او جا ن الن خو بيامونږ ته ډاډ راکوه چي ملي اردو ډيره قهرمانه ده، زړوره ده .افرين له دوه تنو سره يي دوه ورځى جګړه وکړه.
ولسمشره دايي مونږ ته افرين نه ويل دايي پر مو نږ پوري ښه وخندل چي دوه تنو څخه ټوله ملي اردو راتاوه ده او بيايي هم وسه پري ونه رسيده ترڅو هغوي لوږې ، تندې او دمهماتو خلاصيدلو دځان په ختمولو مجبور کړل دغه خندا په دي مانا وه چې تر لس کاله وروسته بيا هم ملي اردو ناتوانه ده.داپه دې مانا چې نور نو نه ولسمشر، ولسمشرتو ب کولى شي اونه دا اردو هيواد ساتلى شي.
دا يو څه ريښتياده خو هغوي هم دخندا او مسخره کيدو وړ دي ځکه هغوي دهيواد ملي اردو دوسلو نظامي تجهيزاتو او خپلواکۍ او مستقلې کوماندې ـ له طرفه بخو ر نمير ساتلى او تا هم په دالس کاله کې دنړي ټو ل ډالر په دى له فساده ډک حکومت کې غرق کړل دنړى جيبونه دي خالي کړل خو تا تر اوسه هيڅ يو باثباته حکومت او يوه منظمه په خپلو پښو ولاړه اردو جوړه نشواى کړاى چى خلکو ته ښه امنيت راولي او داسې حکومت دې جوړ نشو کړاي چى خلکوته پکي ډوډۍ نه بلکې له جواري سره دژوند حق تضمين او برابرشوي واى او دا خلک نو رله دا بدبختۍ ژغورل شوي واى ولاچې ولسمشره سخت درته حيران يم عجيبه ولسمشر يي لس کاله دې غندنې وکړي خو يوى غندنى دې هم رنګ رانه وړ. نه دطالبانو زور اوبه شو نه دپاکستان او ايران مداخلې ،او نه دناټو بمونه او خپل سرې حملې. دا ولس مشر به تا غوندي وي نو!!!
ولې چادر باندې په زوره داپاچاهي نيولې او که په دارنګه له وينو ډکې پاچاهۍ کې ډېر خوند دى .
عجيبه ده دا لس کاله وشو ل چې دا درز او غوبل روان دى او ته همغسي په غندنو سر يي او ددې ملت په غم او درد دې هيڅ اعصاب خراب نشول .روغ او جوړ ګرزى په دادو مره مرګونو دى هيڅ پروا نه راځي، هيڅ عصبي تکليف درته پيدا نشو او نه دې دا وزيران او واليان څه بلا ووهل په دالس کاله کي ته ونه توانيدې چى اقلا ًيوازى په کابل کې امنيت راولې او دکابل خلکو ته هوسا او له امنه ډک ژوند برابر کړې. هره مياشت درنه طالبانو يوبلند منزل نيولى وي او ډزوډوز روان وي ددي ملت بچيان اردو ،پوليـس ، امنيت او نور ټول امنيتي ارګانونه په دې او ر کي سوزي ايا دا عسکر مور اوپلار نه لري ؟ايا دوي دښه ژوند ارمان نه لري چي هره ورځ دپاکستان او امريکا په ګډې جوړې شوې جنګي ډرامې کى خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي؟ ايا داافغانان او بيا په خاصه تو ګه پښتانه خدا ي ج پيدا کړي که پاکستان ،امريکا ، لندن او ايران؟ چې داديرش کاله يي په يو اوبل نوم د اور او باروتو په ژرنده ا وړه کړل.
ولسمشره داڅوک مني او کنه خو دافغانستان دخلکو وروستۍ هيلې تر تا پورې تړلې وي چې جناب حامدکر زى به داو طن له دا ستر ناو رين څخه وژغوري او دا دپرديو داسونو دسومانو له لاندي به داخاو ره راپورته کړي خو او س داسې ښـکاري چې دولس داهيلې هم ستا دکمزورۍ ،کم تدبيرۍ، او ناقصه حکومت دارۍ له امله په ستر درياب لاهو شي ځکه تا او ستا ناټو دې هيواد او دې خلکو ته له سرکونو پخولو او څو تعميرونو جوړولو پرته هيڅ داسې خير رانه وړ چې داملت دې دارام ساه واخلي او بياخو لا داچې مخالفين دي دومره زورور شي چي په پايتخت کي دي هم دوه ورځې جګړه وکړي او ټول کابل دې بل مخ راواړوي .
ولسمشره! طالبانو چلونه ډير زده کړي زه ډاريږم چې ارگ ته کوم سورى ونه کړي او بله ورځ دى ژوندي يو نسي او يا داچې دې پورته ۱۸منزلی ته ونه خيژي او داځل ټول کابل په نښه نکړي خير که داملت دپاکستان او امريکا ددې ګډې افغان وژنې پروژي او جګړې څخه نشې ژغورلى ! خپل ځان خو وژغوره دااتلس منزله ونړوه چې دا گوره تا لپاره لو ى خطر دى
او يا په نره ودريږه دامتزلزل سياست پريږده لدې ټلوالې ،ملوالې ولاکه څه جوړ شي او نه داستا په خير کار کوي دا ټول خپل ځانته دحکومت کولو هوډلري په دوي کې چې څو ک دکار خلک وو هغه دې وشړل او بي کاره دې له ځان سره ساتلي طالبانو سره دسولې دخبرو او شوراګانو جوړولو پر ځاى ددې ډرامې اصلي جرړى ويستل پکاردي هيرو وژل يي پکاردي له هغه ماشين څخه ځان خلاص کړه کو م ماشين چې دغه دافغان وژنې پروژه پر مخ بيايي امريکا وشړه او پاکستان ته دعذر پر ځاى ددي ملت له قهرمانۍ څخه استفاده وکړه په دي وطن کې دجهاد درواکيدو اسباب لمنځه يوسه او همدا مجاهدينو ته دهيواد سرحدونه وسپاره تر څ ټول دښمنا ن نا کامه او داهيواد وژغورل شي کنه همدا خپل او سني سياست ته ادامه ورکوى .خبر او سه چې نه به دحکومت له داخله خاطر جمعه يي او نه له خارجه او داد وطن اولاد به همداسي په
او رسوزي او بياهم درته وايم که ستا دحکومت حال همدغسې روان وي نو او ل دا اتلس منزله ونړوه هسې نه چې دکومې ټلوالې په کروزينونو کې طالب وسله وا ل ورته ونه خيژي او تا له ميرويس خان سره يو ځاى محاصره نکړي. ولسمشره! هيله ده خوا دى بده نشي ځکه:


دا دستور دى چې له درده زگيروي خيژي
ګــنې څـــه وو درحمـــــان له شـــاعـــريـــــــه