د هندوستان د شمال لويديځ راجستان ايالت مركزي ښار جېپور نومېږي. د دې ښار نفوس په رسمي توګه 3.9 مليونه ښودل شوى دى. دا ښار يو وخت د سيمې د شاهي كورنۍ او درباريانو استوګنځاى و، خو اوس د هند د سارايي ايالت مركز دى. دا ښار ۱۷۲۷ میلادي كال کې ودان شوى، خو ويل كيږي چې جېپور په ټول هند كې اوس هم د ښاري پلان درلودلو له پلوه تر ټولو غوره ښار دى. يعنى زموږ د كابل برعكس چې خپله د ښاروالۍ چارواكي يې وايي اويا كه اتيا فيصده ښار بې پلانه جوړ دى.
دغه ښار ته د ګلابي ښار لقب هم وركړل شوى دى. د جېپور نفوس هم د كابل له نفوس نه لږ كم يا زيات دى، خو هره كوڅه او سړك يې په منظم ډول له پلان كيدو وروسته جوړ شوي دي. په دې ښار او خواو شا كې يې د پخوانيو پاچاهانو ماڼۍ او كلا ګانې اوس هم د دوى د برم كيسې كوي چې په بشپړ دقت سره اوس هم ساتل كيږي، خو په دې سربېره دغه تاريخي ښار يوه بله ځانګړتيا هم لري چې د يادولو او ستايلو ده. په دې ښار كې كال په كال د جنورۍ په مياشت كې يوه ادبي ميله جوړيږي، چې دوى د لټريچر فېسټوال نوم وركړى دى. په دې پنځه ورځنۍ ميله كې هغه ټول څه وي چې په يو نه يو ډول يې له هنر او ادب سره تړاو شته.
له هند او ټولې نړۍ څخه دغې ميلې ته بې شمېره ليكوال، ژورنالستان او شاعران راځي. په نوره نړۍ كې، خو له ډېر پخوا نه راهيسې ليكوالو او شاعرانو داسې پلمې جوړې كړې دي چې له نژدې نه د يوه بل د ليدو او ادبي او هنري راكړې وركړې سبب شي، خو په دې سيمه كې د راجستان د جېپور ادبي ميله نه يوازې دا چې د ستايلو ده، بلكې د تقليد وړ هم ده.
د هندوستان په ګاونډي هېوادونو نيپال، بنګله ديش، سرېلانكا او پاكستان كې هم د جېپور ادبي ميلې نه په تقليد ورته ميلې جوړې شوې. د نيپال په مركز كټ منډو ښار كې سږ كال په سپټمبر كې ورته يوه ميله جوړيږي، چې په كې د شاوخوا لس زره تنو د ګډون تمه كيږي. د دې ميلې منتظمين وايي: نيپال د هندوستان او چين دوو سترو هېوادونو ترمنځ پروت يو كوچنى هېواد دى، خو له دې سره سره هم نيپال خپل كلتور او فرهنګ لري. دوى وايي، په نيپال كې ډېر څه ليكل كيږي، خو د نورې نړۍ خلك نه دي پرې خبر، ځكه چې دا هر څه په ځايي ژبه ليكل كيږي. دوى تمه كوي چې د دغې ادبي ميلې په مټ به د نيپال ليكوال هم له نژدې يو بل وويني او له نورې نړۍ راغلي ليكوال او شاعران به هم خبر شي چې په دې هېواد كې څه كيږي.
تېر كال هلته د پاكستان په كراچۍ كې هم ځايي ليكوالو او شاعرانو يوه ورته ميله جوړه كړه. پاكستاني ليكوالو او شاعرانو هم د خپل هېواد او نړۍ له ګوټ ګوټ نه فرهنګيان راټول كړل. دوى په دغه تشدد ځپلي ښار كې د دې ادبي ميلې په پلمه د كتابونو نندارتون هم جوړ كړ چې د هغه ځاى د كتاب جل وهلي مينه والو ته يې د سړو اوبو د چينې حيثيت درلود. په دې هم بايد غور وشي چې كه د سرېلانكا او نيپال غوندې بې وزله هېوادونه هم د جېپور د ادبي ميلې د منتظمينو په پله تلاى شي، نو زموږ د هېواد په مركز كې چې د كلتوري ټولنو جرګه، افغان ادبي بهير، د افغانستان د قلم ټولنه او داسې نور معتبر سازمانونه، اتحاديې او ادارې شته، ولې د ليكوالو او شاعرانو يوه دغسې ميله نه شي جوړيداى؟
د تمرين لپاره كيداى شي په لومړي سر كې په بين الولايتي توګه دغسې محفلونه جوړ شي، خو په دې شرط چې تل بايد د داسې فعاليتونو مركز كابل وي. په ټوله نړۍ كې ليكوال او شاعران داسې مخلوق بلل كيږي چې په لږو هم راضي وي، ځكه نو په ډاډ سره ويل كيداى شي چې ډېرو لګښتونو او يا تشريفاتي اړو دوړ ته به اړتيا نه وي. په هندوستان، سرېلانكا او نيپال درې واړه هېوادونو كې دغه ادبي ميلې په داسې ځايونو كې جوړې شوې چې د ملګرو ملتو د ادارې له خوا ثبت شوي تاريخي ابدات په كې دي. د افغانستان د مركز كابل تاريخي حيثيت هم د دې كار لپاره په هر تول پوره او كره دى.