پېښور: د خيبر پښتونخوا په مرکز د پېښور نشتراباد مارکيټ کې پر موټرسايکل ځاى په ځاى شوي چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله شپږ کسان وژل شوي او درې دېرش ټپيان دي، ټپيان د ليډي ريډنګ روغتون ته رسول شوي، چاودنه د سي ډي په مارکيټ کې رامنځ ته شوې، د چاودنې له امله يو جنرل سټور سوځېدلى او له شلو څخه زياتو دوکانونو او ولاړو موټرو ته زيان رسېدلى دى، د پوليسو په وينا په چاودنه کې له اتو تر لسو کيلوگرامو چاودېدونکو مواد کارول شوي وو.