زموږټولنه،زموږخلک،زموږکورنۍ اوپه ځانګړي ډول زموږماشومان،میندې اوپلرونه په هیوادکې دننه اوپه ځانګړې توګه له هیواد نه بهردمهاجرت چاپیریال کې،په خپلمنځي اړیکوکې سختې ستونزې لري.
دیوه کاردسرته رسولوله پاره،د یوې هیلې دپوره کیدو له پاره میندې او پلرونه ډیر ځلې غواړي کوچنیان ترفشارلاندې ونیسي،انتقاد پرې وکړي اوخپل پروګرام پرې عملي کړي.هلته په افغانستان کې بیا خبره دانتقاد له برید نه هم اوښتې،ترښکنځلو،اووهلوټکولوپورې رسیدلې ده؛آن تردې چې ما په خپله داسې ماشومان لیدلي چې ددغووهلوټکولوپه پایله کې معیوب شوي هم دي.دا ټیپ میندې او پلرونه فکرکوي چې دا ډول چلند دماشوم داصلاح له پاره ښه لاره ده خوپه دې سوچ نه کوي چې د« …ډب نه وي،ادب نه وي…» زمانه اوس پای ته رسیدلې ده او …
که مشران دوهلوټکولو،ښکنځلواوتند انتقادپرځای دښه چلند اونرم برخورد لاره غوره کړي،ښه به وي.مثلآ: دامرپرځای هیله وکړي.لکه:موږ باید ماشوم ته ونه وایو چې(( دا کار باید دغسې وکړې.)) که ددې پرځای په نرمه ژبه ورته وویل شي : بچیه! که دا کار داسې نه،دغسې وشي ښه به وي.
توهین،ښکنځل،تند انتقاد اوډیرفشاردماشوم روح او شخصیت په بله بیایي.توهین اوتند انتقاد چې سره یوځای شي،دهرچا،په تیره دماشوم شخصیت وژني،داسې یې ځای پرځای دروي چې بیایي وړاندې تګ یا ستونزمن وي او یا نا شونی.کوچنیان باید دلویانوله عینکوونه لیدل شي،لویان بایدماشومان په خپله تله کې ونه تلي،هغوی خپل همځولي ونه ګڼي او لوړې هیلې ورنه ونه لري؛ ځکه هغوی خپله وړه دنیاګۍ لري.دلویانو دنده داده چې ماشومانوته په ډیره مهربانۍ او مینه لارښوونه وکړي اودهغوی اعتماد اوپاملرنه ځان ته واړوي، نه دا چې دهغوی بې اعتمادي اوکرکه راوپاروي.میندې اوپلرونه باید په ډیرهنرمندانه ډول له خپلواولادونو سره اړیکې ټینګې کړي اولارښوونه یې وکړي.انتقاد،وهل،توهین،ګیله اوزشت برخورد،اصلاپایله نه لري. ددغوستونزودحل له پاره دنورولاروترڅنګ دحل یوه لاره اوښه تجربه د نامتو امریکایي لیکوال ډبلیولیوینګستون لارند دیومشهورلیک بیا بیا لوستل دي.ددې لیک نوم دی ((پلار یې هیروي)). دا لیک دنړۍ په اکثرو ژبو ژباړل شوی دی.زه دا لیک د نامتو لیکوال دیل کارنګي له((آئین دوست یابي))نومي کتاب څخه راژباړم.
دډیرومیندواوپلرونوتجربوښوولې ده چې ددې لیک له لوستلونه وروسته،له ماشوم سره ددوی په چلند کي جوت توپیرراغلی دی.انسان کولای شي دتهدید له لارې ماشوم یوکارته اړباسي،خوداکارناوړې پایلي لري.په لیک کې پلارله ماشوم سره غږیږي ، دا سې لکه چارلي چاپلین،چې دلندن له کوڅوڅخه خپلې لورژرالدینې ته یولیک لیکلی و.په لیک کې چاپلین داسې انساني عواطف په نښه کړي وو، چې بیا د نړۍ دټولو پیغلوله پاره سرمشق شواو دنړۍ په اکثروژبووژباړل شو؛خوپه دې لیک((پلار یې هیروي))کې به وګورئ چې پلار څنګه له ماشوم سره چلند کوي،چې باید ویې نه کړي او له کوم چلند نه باید کار واخلي .زموږهنرپه دې کې دی چې دنیک برخورد او صمیمیت له لارې کوچني ته سمه لارښوونه وکړو.دلته به دیوه پلارمنفي چلند او پښیماني وګورو.هیله ده چې موږهم((یو څه را ښه شو))،دنوي عصرنویوغوښتنوته غاړه کیږدواو په خپل چلند کې جوت توپیرراولو.داهم لیک: زویکه غوږ کیږده:
دا ټول هغه وخت درته وایم چې ته ویده یې.څیره دې ګونځې غوندې ښکاري او پرخولې شوي تندي باندې دې دزرینو ویښتانویوه کړۍ نښتې ده.په غلا دې دخوب کوټې ته راغلی یم . .
همدا څوشیبې مخکې مې چې په کتابتون کې ورځپاڼه لوستله،دپښیمانۍ یوغریوپسې واخیستم او دخپلوګناهونوله پوهیدوسره سم دې دکټ څنګ ته راغلم .
زویکیه!
شته دي داسې شیان چې دهغو په باب ما فکر کړی دی .ما له تاسره بد چلند کړی دی. ښونځي ته دتګ له پاره دې چې کالي اغوستل،درباندې په قهرشوم،هغه هم ددې له پاره چې مخ دې د مینځلو پرځای،په لمده ټوټه پاک کړ.بیا مې وښکنځلې،په دې خاطرچې بوټان دې نه وو پاک کړي.کله چې دې خپل شیان پرغولي وغورځول، په قهرمې دربانې چغې کړې.
د سبا ناري پرمها ل مې هم ستا دکارونو نیمګړتیاوې پیدا کړې.تا هرڅه تویول،خوله دې له ډوډۍ ډکه کړې وه،دواړه څنګلې دې په میزلګولې وې،پرخپلې ډوډۍ باندې دې ډیرکوچ وسولول،اوکله چې ته د خپلولوبوپرلوري تللې، زه روان وم چې ریل ګاډي ته ورسیږم،تا راته لاس وښوراوه او په لوړآوازدې وویل:
پلاره خدای په امان.ما دې په تریوتندي په ځواب کې وویل:ځان مه غونجوه .
بیا دا پیښې ترلمر پریواته رونې وې.کله چې دواټ بل پلوکې وم،څارنه مې دې وکړه چې په ګونډوشوی وې او مرمري تیږوسره دې لوبې کولې،جورابې دې سورۍ شوې وې،دهمځولو انډیوالانومخ کې مې سپک کړې،زه روان شوم اوته مې اړیستلې چې کورته راپسې راشې. جورابې دې قیمتي وې اوکه خپله دې له بازا نه اخیستلای،نوحتمأ به دې دهغوښه ساتنه کړې وای.ته خپله فکروکړه زویه،چې سړی پلاروي اودا ډول فکرونه وردوڅارشي.
په یاد دې دي چې لږوروسته بیا کتابتون کې دورځپاڼې په لوستلو بوخت وم،چې ته زړه نا زړه او لږخوابدی راغلې؟کله مې چې لږورځپاڼه ټیټه کړه اودورځپاڼې له کنډونه مې ولیدې،نو ښکاره وه چې زما دحوصلې جام ستا دبې وخته راتګ په خاطرډک شوی و.ستا په زړه کې څه تیرشوول اود وره په خوله کې دې پښه ونیوله،زه وډونګیدم:
«دشپې په دې وخت کې څه غواړې ؟»
تا هیڅ ونه ویل،خودیوتوپاني یرغل په څیردې رامنډې کړې،لاسونه دې زما دغاړې امیل کړل، ښکل دې کړم.زه دې په خپلوښکلولاسونوپه مینې اوعاطفې سره ټینګ په غیږکې ونیولم.دا عاطفه خدای ستا په زړه کې داسې غوړولې وه؛چې غفلت اونا پوهي یې هم نه شي هیرولای.که کتل مې بیا تللی وې او دپښوڅپهاری دې دزینوله خوا اوریدل کیده.
ښه زویکه!
لږځنډ نه و وتلی چې ورځپاڼه مې له لاسه وښویده اویوزورونکی ډار رادوڅاراوراباندې حاکم شو.زما عادتونو له ما سره څه وکړل؟
په وړو وړو څیزونودانتقاد عادت،
دسر زنش او ښکنځلو عادت،
تاته دا زما ډالۍ وه چې ماشوم وې.دا کارونه ددې له پاره نه ووچې ته راته ګران نه وې؛ دا ددې په خاطرووچې ما له یوماشوم نه له حد نه زیات څه غوښتل.زه لګیا وم ته مې دخپل منګ(سن) په متر اندازه کولې.
ستا په شخصیت کې ښه،نازنین،ښکلي اوحقیقي شیان زښته ډیر وو.ستا وړوکی زړه لکه ښکلي سهارغوندې و،چې د لوړوغروله پاسه سرراجګوي،او دادې په خپل ذاتي حرکت سره وښودل. تا نن شپه دمخه ښې له پاره رامنډې کړې او ښکل دې کړم.زویکه نن شپه نور هیڅ ارزښت نه لري،زه په تیاره کې ستا کوټې ته راغلی یم او په زوړند سردې دکټ په څنګ کې په ګونډو شوی یم،دا یوه عاجزانه تلافي ده.پوهیږم که دا ټول مې په ویښتیا کې درته ویلی وای، پام دې نه ورته کیده؛خوسرله سبانه به زه یو ریښتینی پلار اوسم،تاسره به صمیمی اوسم.کله چې زوریدې، زوریږم به،کله چې خاندې،خاندم به. کله چې وغواړم د بې حوصله ګۍ په خاطرڅه ووایم،ژبه به مې په غاښ کړم اولکه یو دیني عبادت به هرکله له ځان سره دا بیا بیا ووایم:((هغه یوازې یو ماشوم دی،یوښکلی ماشوم.))
خواشینی یم چې ته مې یونارینه انګیرلی وې.اوس دې ګورم چې ستړی ستومانه په کټ کې ویده یې،پوهیږم چې تر اوسه پورې هغه نوي زیږیدلي ماشوم ته پاتې کیږې،چې پرون یې دمور په غیږکې سردهغې پراوږوایښی و.پوهیږم چې ډیرمې غوښتل ډیر زیات.