کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ارگ ژبه او د مرگ ژبه

د ارگ ژبه او د مرگ ژبه

له کابله دمحمود قادري رالېږنه


زه پښتو یم او ته پښتون نه ېې. زه یو وخت د ارگ ژبه وم او اوس د مرگ ژبه یم. ته د درو نه ارگ ته ورسیدې او زه د ارگ نه غرو ته وختم. نن د ارگ نه د ژوند خبر ستا په ژبه خپریږي او د مرگونو غندنې ته زه پاتې یم .دلته د مقتول ژبه هم پښتو ده د قاتل په ژبه هم پښتو او د ارگ نه غمرازي هم په پښتو. بلخوا د سرکار سر بې پښتو . د نطاق خبر بې پښتو او د کار پوه نظر بې پښتو.


زه داسې هیوادوالو ته پاتې شوې پښتو یم چې د دې هیواد مل هم اوس هغه شان زلمی نه دې پاتې. رسول ېې زلمی دی خو پښتو نه وايي. په دې خړ پړ وطن کې یوازې یو مشاور رنگین دی باقي ټول وطن غمگین.ما ویل چې د موسی زو جانان به مې راشي خو هغه هم د لودینو د جاوید سره ورک شو. عجبه دا ده چې هغه ارگ چې ملا رباني پکې پښتو ویلې نن هغې کې د استاذ رباني ژبه واکمنه ده.


ډاکټرمې دار ته وختو او انجنیر مې کوهسار ته. وايي چې زه پښتو د افغانستان د اکثریت ژبه یم خو چې حقیقت ته گورم زه یاخو د زندان ژبه یم یا د طالب جان ژبه یا په قبرستان کې یادیږم او یا په وزیرستان کې . زما ژبه د روغتون د بیمار ژبه ده او د پوهنتون نه د انکار ژبه ده. په زابل کې د مزدور ژبه ده او په کابل کې د مجبور ژبه ده. دا ژبه نه وزیر وایي نه ېې مشیر وايي . مبارکي په بله ژبه ده او غمرازي په پښتو کې . ځکه چې خارجي بورس د بل دی او د خزلو بورۍ د پښتون ده. زه داسې وخت ته پاتې یم چې په ارگ کې مې خرم دومره کریم دی چې زما وخت ېې انعام کې بل ته ورکړی دی. عمراو فاروق مې دومره عدالت کوي چې زما د ټوټه ېې هم لیلام کړې ده. رحېم مې دفاع نه شي کولی او انور مې حق نه شي ویلی. یو بچی مې غني دی او بل مې معصوم. یو زر نه لري او بل زور .ټول د مخدوم په خدمت کې او تورن په قومانده کې دي .یو د مارشل نه امر اخلي او بل د محمدی نه فرمان .


د کشرانو جرگه مې هم د لاسه تللې او د مشرانو په خبره خو څوک پیاز هم نه خوري. حمیده کوچۍ د جنرالې ذکي نه وهل خوري او مومند او کټوازی ورته چغې وهي جنرال صاحب چي مې کني . چي مې کني . زه په دې ټول وطن کې پښتو هله اورم چې څوک د نورو جنگونو اعلانونه کوي. هله ېې اورم چې کله څوک د جنازو لمونځونه کوي. هغه وخت پښتو راښکاره شي چې کله ځان مرگه د جنت ارمان وکړي. هله پښتو واورم چې کله ماین ښخوونکی د مرگ سامان وکړي.د چاودنې ټپي مې چیغې او مظاهرې باغي مې نعرې په پښتو کې وهي.


د جهاد فتوا په پښتو کې ده او د شهید فاتحه په پښتو کې ده. د نوروز تبریکي په بله ژبه او د عاشورا غمرازي په پښتو کې. نه مې د خپلواکی په میله کې څوک اوري او نه مې د اولمپیک په مقابله کې څوک غږوي . په ویلو خو ملي سرود په پښتو دی خو غږول نه غږول ېې د بل چا په لاس کې دي. ځکه خو ورک دی او سپک دی. زه هغه پښتو یم چې نه د اسمايي د غر نه خپریږم او نه د لمر په طلوع کې ځلیږم. شمشاد ته ختلې یم خو د پامیر نه راغورځیدلې یم. پوهنتون مې دانشگاه ده او بازار مې فروشگاه. نه د بازار په دیوالونو کې یم نه د دربار په مجلسونو کې یم . په کانکور کې ناکامه یم او په هر پیغور کې بدنامه یم.


حمزه بابا به ویل چې زه به جنت ته د پښتو سره ځم .خو نن بابا خپله په جنت کې گرځی او زه ېې په ژوندوني په دوزخ کې پریښې یم او هره ورځ مې یو نوی اور زاړه پیغور کې او ناکرده جرم په تور کې سوزیږم .


اور دی عالمه چاپیره اور دی


په منځ کې زه وسځېدمه